د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د درې وژل شويو خبریالانو قاتلين نیول شوي


د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټی وايي، د دوی امنيتي سرتېرو په کوټه کې وژل شوي د درې خبریالانو قاتلين نیولي چې تعلق يې له بي ايل اې سره دی.

د صوبې د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي د سې شنبې په سهار په يوه خبري غونډه کې وویل، دوی په کوټه کې درې وژل شويو خبریالانو قاتلين نیولي چې تعلق يې بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل اې سره دی. نیول شوي کسان چې شفقت او ابراهيم نومېږي، رسنيو ته يې په ورکړل شوي بیان کې ددې اعتراف وکړ، چې همدوي د خپلو مشرانو په خوله خبریال ارشاد مستويي له دوو نورو خبریالانو يو ځای وواژه.

(( دا د شفقت ږغ دی، چې وايي، زه چې کله پورته دفتر ته وروختم، نو هلته ارشاد مستويي ناست وو، زه لومړی لږ وارختا شوم، ځکه چې دوي ټول درې کسان ناست وو. په همدې وارختايۍ کې مې لومړی په ده ډزې وکړې چې تر هغه وروسته هغه نور دواړه کسان راولاړ شوو او يوه زما د نيولو هڅه وکړه او هغه بل بیا په سوک ووهلم. ځکه ما بيا په هغوي هم ډزې وکړې او تر ډزو وروسته چې زه شاته راغلم، نو په زینو کې وپرتم، خو بیا هم په وارختايۍ کې بهر ولاړم او له هغه ځایه بیا موږ پرنس سړک ته ولاړو))

شفقت په خپل دې اعترافي بیان کې زیاتوي، ددوي هدف يواځې خبریال ارشاد مستويي وو، خو هغه نور دوه خبریالانو يې له وېرې ووژل. د شفقت په خبره ددوي ملګرو بلوڅ ملتپال او د بلوچستان نيشنل ګوند غړی حبیب جالب وواژه، او په راتلونکي وخت کې يې ماماقدير او د جمعيت علماء اسلام ف ډلې سينيټر حافظ حمدالله هدف وو.

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي په دې خبري غونډې وویل، د بلوڅو د حقونو په نامه ترهګر په دې صوبه کې مېشت قامونه سره لاس او ګرېوان کوي، چې دده په خبره لویه بېلګه يې همدا د خبریال ارشاد مستويي وژنه ده.

(( دا ترهګر چې يو وخت به يې دا دعوه کوله، چې دوي د بلوڅو د حقونو جنګ کوي. خو زه دا وايم چې اوس دا جنګ د حقوقو لپاره نه، بلکې د بهرنيو استخباراتو په خوښه کېږي. ځکه چې هم دوي اوس په فرقه ایزه او توکمه ایزه توګه بلوڅ قام سره جنګوي، چې له همدې سازشونو څخه يو سازش د ارشاد مستويي د وژنې هم دی))

د ویلو وړ ده چې خبریال ارشاد مستويي چې له خبري اژانس ان لاين او اې ار وای ټيلویزيون سره يې کار کاوو، په ۲۰۱۴م عیسوي کال کې د اګست پر ۲۸مه نېټه په خپل دفتر کې له دوو نورو خبریالانو سره يو ځای ووژل شو.

XS
SM
MD
LG