د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان کډوال دې په عزت سره ستانه کړل شي”


د کوټې د پریس کلب مخې ته په لسګونو بلوڅ ملتپال او د بلوچستان نيشنل ګوند مينګل ډلې غړي د د دې لپاره په احتجاج وو، چې غوښتنه يې کول، تر هغه پورې چې د دوی په خبره افغان کډوال بېرته له بلوچستانه ایستل شوي نه وي، دوی به راتلونکې مردم شماري او خانه شماري ونه مني.

د کوټې د پریس کلب مخې ته په لسګونو بلوڅ ملتپال او د بلوچستان نيشنل ګوند مينګل ډلې غړي د دې لپاره په احتجاج وو، چې غوښتنه يې کول، تر هغه پورې چې د دوی په خبره افغان کډوال بېرته له بلوچستان څخه ایستل شوي نه وي، دوي به راتلونکې مردم شماري او خانه شماري ونه مني.

دا ځکه چې دوی تور پورې کوي، چې شاوخوا څلوېښت لکه افغان کډوالو ته همدلته د پآکستان شناختي کارډونه يا پيژندپاڼې ورکړل شوې او د همدې افغان کډوالو له امله بلوڅ په اقلیت کې بدل شوي.

د بي اين پي مينګل ډلې مرکزي ویاند اغاحسن بلوڅ دې احتجاجي غونډې ته په خپله وينا کې ادعا وکړه، چې شاوخوا پنځ نيم لکه د افغان کډوالو کورنيو ته د پاکستان پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.

“ پنځ نيم لکه د فغان کډوالو کورنيو دلته په بلوچستان کې شناختي کارډونه او لوکل سرټيفيکيټس جوړ کړي دي. دا زه نه وایم، بلکې دا ددې ریاست ریاستي ادارې وايي. چې همداسې د پنځ نيم کله افغان کډوالو کورنيو مانا څلوېښت لکه افغان کډوالو دلته د پآکستان شناختي کارډونه جوړ کړي دي”

دې احتجاجي غونډې ته د ياد ګوند يو شمېر مشرانو ويڼاوې وکړې او ټولې يې په خپل وار سره د افغان کډوالو ته بېرته ستنېدو او ددوي د پاکستاني پېژندپاڼو د ختمولو غوښتنه کول. غلام نبي مری چې ددغه ګوند يو بل غړی دی، په خپله وينا کې يې وویل، کډوال که د هر ملک او هرې ژبې ويونکي وي، بايد له نړیوال قانون سره سم ورته يواځې تر کمپونو پورې محدوده کړل شي.

“ کډوال چې په هر نامه او هر شکل کې وي، هغه که د ایران، هندوستان، افغانستان، برما او عراق کډوال دي، او که د کوم بل هيواد، هغه که په غیرقانوني توګه دې هیواد ته راځي، او هغوي ته بیا پېژندپاڼې ورکول کېږي، نو موږ دا وايو چې د نړۍ د ټولو قوانینو او خپله د ملګرو ملتونو د قوانينو هم خلاف ورزي ده”

بلوچستان نيشنل ګوند مینګل ډله چې له تېرې څه مودې راهیسې يې د افغان کډوالو پر ضد ورته احتجاجونه کوي او د ورځپاڼو له لارې يې تل ورته غوښتنې کړې، چې په دې صوبه کې په لکونو افغان کډوال ځايي شوي او ددوي تر حقونو يې لاس راګرزولي.

خو د پښټونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او پخوانی سينيټر روف لالا بیا وايي، يادې ډلې وروسته له هغه د افغان کډوالو پر ضد بیانونه او احتجاج پېل کړی، چې دده په خبره په تېرو ټاکنو کې له سختې ناکامۍ سره مخ شوو.

په ټاکنو کې تر ماتې وروسته اوس ورته هر پښتون کډوال په نظر راځي. رووف لالا

“ تاسو ته مالومه ده، چې د بلوچستان نيشنل ګوند مينګل ډلې چې دا وخت کوم سیاست دی، هغه يې د افغان کډوالو پر ضد راڅرخي. په اصل کې له کومه راهیسې چې دوي په تېرو ټول ټاکنو کې له سختې ناکامۍ سره مخامخ شوي، نو اوس ورته هر پښتون افغان کډوال په نظر راځي. موږ د ګوند په هيث مخکې هم داسې بیانونه او احتجاجونه غندلي او اوس يې غندنه کوو”

د ویلو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ وايي، چې په دغه صوبه کې د پاتې افغان کډوالو شمېر ۲لکه نیوي زره تنه دی، خو بلوڅ ملتپال په خاصه توګه بلوچستان نيشنل ګوند مېنګل ډله بیا دا شمېره شاوخوا څلوېښت لکه يادوي. چې پښتانه ملتپالو يې تل دا تورونه ناسم او له حقیقته لرې بللي.

XS
SM
MD
LG