د لاسرسي ځای

تازه خبر

''باجوړ ایجنسۍ په خېبر پښتونخوا کې شاملوو''


د قبایلي سیمو ولس او منتخب غړو وخت په وخت د حکومته غوښتنه کوله چې یا خو دی فاټا په خېبر پښتونخوا کې شامله کړل شي یا دې ورته ځان ته د صوبې درجه ورکړل شي

د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ ن وايي چې د قبایلي سیمو د ولس پرمختګ او سوکالۍ لپاره به په ازمویښتي بنیادونو د باجوړ ایجنسۍ انتظام له وفاقي حکومته د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته سپارل کېږي.

له باجوړ ایجنسۍ د مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین مشال ریډیو ته وویل چې د دوی په ګډون له قبایلي سیمو منتخب ټول د پارلمان غړو دا غوښتنه کوله چې د فاټا ایني حیثیت دې بدل کړل شي او په دغه لړ کې له سلا مشورو ورستو دوی په دې متفق شول چې په ازمویښتي بنیادونو به باجوړ ایجنسۍ د وفاقي انتظام پرځای د خېبر پښتونخوا تر انتظام لاندې راولي.

د شهاب الدین په وینا چې حکومت دا وړاندیز کړی و چې ایف hرز به په ازمویښتي بنیادونو د خیبر پښتونخوا په انتظام کې راولي خو دوي ورته وویل چې باجوړ ایجنسي پخوا د فاټا نه بلکه د ملاکنډ ډویژن برخه وه نو باجوړ تر ټولو زیات مناسبه ځای دی، نو د باجوړ ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ بل غړی حاجي بسم الله خان او سینټر هدایت الله پشمول ټول د پارلمان غړي پدی متفق شول چې شروعات به د باجوړ ایجنسۍ نه وکړو او دی ورستو به مهمند، خیبر او دغه شان د نورو ایجنسو به هم قانونی حیثیت ډیر زر بدل کړی شی،

مشال ریډیو چې کله د قانوني چارو کارپوه او د فاټا وکیلانو ټولنې مشر اعجاز مومنده د باجوړ ایجنسي په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو لپاره د قانوني او آیني طریقه کار په وپوښتل نو د نوموړي وینا وه چې د ایین په ارټیکل شپږم کې ویل شوي دي چې که ځايي ولس او جرګه وغواړي نو د صدر په یوه لاسلیک د ټولې فاټا اییني حیثیت بدلېدلای شي.

د یادونی ده چې د قبایلي سیمو ولس او منتخب غړو وخت په وخت د حکومته غوښتنه کوله چې یا خو دی فاټا په خېبر پښتونخوا کې شامله کړل شي یا دې ورته ځان ته د صوبې درجه ورکړل شي او يا دې فاټا وفاقي جمهوري سیمه وګرځوي.

دا دی هم یاده وي چې د وفاق تر اتنظام لاندې قبایلی سیمی په اووه (۷) ایجنسو او شپږ (۶) ایف ارز مشتملې دي او د فاټا د منتخب غړو ترمخه چې ابادي يې تر اتیاو لاکو زیاته ده.

XS
SM
MD
LG