د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې یوه بله ماشومه ګوزڼ وهلې ده


په کوټه کې د صحت د څانګې چارواکي بیا بیا وايي، چې له ګوزڼ څخه ټول د هغو کورنيو ماشومانو متاثره کېږي، چې کورنۍ يې خپلو ماشومانو ته د پوليو ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي.

په کوټه کې د صحت څانګې چارواکي وايي، له ګوزڼ ناروغۍ څخه يوه پنځه کلنه ماشومه معذوره شوې ده، چې ورسره په سږ کال کې په دغه صوبه کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر پنځو ته ورسېد.

د صوبې صحت څانګې چارواکو په خبره د کوټې يوه پنځه کلنه ماشومه چې ګل افشا نومېږي، ګوزڼ وهلې ده. چارواکي زیاتوي، دې ماشومې ته هم د اکثره نورو متاثره شويو ماشومانو په څېر کله هم د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړل شوي نه دي او کورنۍ يې له انکاري کورنيو څخه وه.

له پوليو ناروغۍ ياده ماشومه په داسې حال کې متاثره کېږي، چې په همدې وخت کې د کوټې د ځينو سیمو لکه پښتون اباد او شاوخوا سیمو کې د نالۍ په اوبو کې د پوليو وایرس تصدیق شوی، خو دصحت صوبايي وزیر رحمت بلوڅ په ټيليفونکرښه مشال راډيو ته وویل، دوی به په همدې سیپټيمبر مياشت کې ددې لپاره ځانګړی د پوليو کمپاين چلوي، چې د يادو سیمو ماشومانو له دې ناروغۍ څخه وژغوري.

؛ موږ به په همدې سيپټيمبر مياشت کې ددې لپاره جدي ګامونه پورته کوو، او راتلونکی چې مو کوم کمپاين دی، په هغه کې به پوره پوره هڅه کوو، چې همدا خطرناک چاپيریال ختم کړو او په همدې سیمو کې اوسېدونکي ماشومان له پوليو ناروغۍ څخه وژغورو؛.

په کوټه کې د صحت د څانګې چارواکي بیا بیا وايي، چې له ګوزڼ څخه ټول د هغو کورنيو ماشومانو متاثره کېږي، چې کورنۍ يې خپلو ماشومانو ته د پوليو ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي. او د همدې لپاره د صوبايي حکومت له خوا په دې وروستيو کې د صوبې په شاوخوا ټولو سیمو کې د قبايلي مشرانو، ديني علماو او سرکاري چارواکو ګډې کمېټۍ هم جوړې شوې، چې همدا کمېټۍ به ددې انکاري کورنيو ماشومانو ته د پوليو ناروغۍ ضد څاڅکې ورکوي.

XS
SM
MD
LG