د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "کابل ریکا کنفرانس" کې له پاکستانه سرتاج عزیز ګډون کوي


د پاکستان قامي سلامتۍ او خارجه چارو مشير سرتاج عزيز
د پاکستان قامي سلامتۍ او خارجه چارو مشير سرتاج عزيز

د سرچينو په خبره سرتاج عزيز به د جمعې په ورځ کابل ته ځي او هلته به کانفرنس کښې د ګډون نه سربېره د افغانستان اعلي رتبه چارواکو سره هم ويني.

مشال رېډيو سره خبرو کې د خارجه دفتر سرچينو وينا وه چې د قامي سلامتۍ او خارجه چارو مشير سرتاج عزيز به د افغانستان د اقتصاد په اړه کابل کښې کېدونکي دوه ورځنۍ غونډه کښې د پاکستان نمائندګي کوي.

د سرتاج عزيز د کابل د دورې د اهميت په اړه مشال رېډيو دپاکستان افغانستان د چارو کارپوه او پېښور کې مېشت خبريال رحيم الله يوسفزئ نه تپوس وکړو نو ده ووئيل د ملاقاتونو او تلي راغلي سره په مختلفو موضوعاتو او مسلو د خبرو اترو موقع ميلاوېږي او د هغې د حل لارې چارې لټول ممکن شي، البته داسې نه ده چې دې يوه غونډه کښې به ټولې مسلې حل شي.

همداراز چې مو افغانستان کښې د کېدونکي اقتصادي مرستو د کانفرس د ضرورت او اهميت په اړه د سيمه ايزو چارو د يو بل کارپوه او خبريال حسن خان نه تپوس وکړو نو د ده وېنا وه چې د داسې غونډو سره به د خلقو احساس محرومۍ ختمېدو کښې مرسته ترلاسه شي، او دوي ته به دا يقين وشي چې نړۍ د افغانستان اقتصاد او اولس هم په نظر کښې ساتلي.

د ده په خبره د دې نه وړاندې اکثره غونډې په امنيتي صورتحال شويدي خو د امن راوستو او ټينګولو دپاره مستحکم اقتصاد ډېر ضروري وي.

د يادونې ده چې د ريجنل اکنامک کواپرېشن کانفرنس آن افغانستان يا د افغانستان د اقتصاد په اړه د سيمه ايزو مرستو کانفرنس پېل په کال دوه زره پنځم کښې کابل کښې شوې دې او دغه لړ کښې نوي ډيلي، اسلام آباد، استنبول او دوشنبې کښې هم غونډې شويدي او کېدونکې غونډه د دغې سلسلې شپږمه غونډه ده.

XS
SM
MD
LG