د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر او غزني ولایتونو کې ۱۸وسله وال وژل شوي


په پکیتا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه او د غزني ولایت د قره باغ او مقر ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۸وسله وال وژلي او ۲۱ نور يې ټپیان کړي دي

په پکیتا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه او د غزني ولایت د قره باغ او مقر ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۸وسله وال وژلي او ۲۱ نور يې ټپیان کړي دي، همدارنګه په دې جګړه ییزو فعالیتونو او پوځي عملیاتو کې د وسلوالو څخه یوه اندازه وسلې او پوځي توکي هم افغان سرتیرو لاسته ورغلي دي.

نن د شنبې پر ورځ په پکیتا کې د تندر ځواکونو له رسنیز دفتر څخه مشال راډيو ته په رالیږلې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو د کوماندو لواء سرتیرو د ملي پولیسو د چټک غبرګون له منسوبینو سره په ګډه د نجات په نوم د عملیاتو په ترڅ کې، چې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې روان دي، د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه کې نهه وسلوال وژلي او ۱۲ نور يې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ملي اردو سرتیرو د غزني ولایت د قره باغ او مقر ولسوالیو اړوند سیمو کې هم پوځي عملیات کړي او د مخالفینو په ځینو پټن ځایونو يې د درونو وسلو ډزې کړي، چې په کې نهه وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

په دې عملیاتو کې د مخالفینو څخه د یوه اندازې وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د ملي اردو د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي:

((د ۲۰۳ تندر قول اردو منسوبینو د کمانډو لوأ، د چټک غبرګون پولیسو ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د محمدآغی ولسوالۍ د زرغون شهر په سیمه کې د(نجات)په نوم عملیاتو په ترڅ کې (۹)تنه وسله وال مخالفین وژلي،(۱۲) تنه ژوبل کړي،(۲۵)فیره د هاوان ګولۍ،(۸)فیره د ۸۲ ملي متري توپ ګولۍ،(۷۵۰)فیره دزیکویک ګولۍ، درې عرادې موټرسایکلونه، یو میل زیکویک، یو میل (ډي ټي) ماشیندار، یو صوب د ځانمرګي واسکټ، دوه میله درازنوف، یو میل کلاشنکوف، یو میل یوولس ډزی ټوپک او څلور عرادې موټرسایکلونه امنیتي ځواکونو په لاس راوړي دي، د دې ترڅنګ د تندرقول اردو د دریمې پلې لوأ پرسونل د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د جهانګیر او قبرغه په سیمو او د مقر ولسوالۍ د خواجه خیلو سیمه کې عملیات ترسره کړي او پر وسله والو مخالفینو د دروندو وسلو بریدونه کړي، (۹)تنه وسله وال مخالفین وژلي،(۱۰) تنه يې ژوبل کړي دي.))

د یو بل خبرله مخې تندر ځواکونو د غزني او پکتیکا ولایتونو په مربوطاتو کې اوه کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او په سیمه کې يې چاودنه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG