د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزيز وايي د کابل سفر يې ګټور وو


سرتاج عزيز او صلاح الدين رباني
سرتاج عزيز او صلاح الدين رباني

عزيز زياته کړې چې افغان چارواکو ته يې ويلي چې پر اسلام اباد دې د تورونو لګولو پر ځای همکاري وکړي. خو افغان چارواکي وايي چې دوی تل له پاکستانه غوښتي چې په ترهګرو کې دې خپل پردی نه ګوري او ټول دي يو شان وځپي خو په خبره يې پاکستان داسې نه کوي او لاس پوڅي وسله والې ډلې ساتي.

د پاکستاني وزيراعظم د امنيتي او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر ګټور بللى او وايي چې له افغان ولسشمر او نورو چارواکيو سره يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوې بې باورۍ په ختمولو خبرې کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په شپه ناوخته له کابل څخه تر راستنېدو وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان له سرکاري ټلويزيون سره د خبرو پر مهال وکړې. عزيز همداراز ويلي چې افغان چارواکو ورته ويلي چې د افغانستان د ماليې وزير به په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د ډېرولو لپاره اسلام اباد ته ورشي.

موږ به پر دې بيا کتنه وکړو چې د مذاکراتو لپاره څومره امکانات لرو؟ ځکه چې دا مهال په طالبانو کې د مشرتابه پر سر ستونزې رامنځته شوي دي.
سرتاح عزيز

سرتاج عزيز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا له افغان چارواکيو سره يې له طالبانو سره د خبرو اترو د ځنېدلۍ لړۍ د بېرته پيلولو په اړه خبرې وکړې، ويلي دي چې دا مهال حالت ډېر پېچلى دى نو ځکه په دې اړه اوس څه نه شي ويلی.

((موږ به پر دې بيا کتنه وکړو چې د مذاکراتو لپاره څومره امکانات لرو؟ ځکه چې دا مهال په طالبانو کې د مشرتابه پر سر ستونزې رامنځته شوي دي.))

پاکستان ولې حقاني ډله نه ځپي؟

عزيز د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس يا ريکا په شپږمې غونډې کې د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی وو او هلته يې د ولسمشر محمد اشرف غني سربېره د بهرنيوو چارو وزير صلاح الدين رباني سره وکتل. عزيز زياته کړې چې افغان چارواکو ته يې ويلي چې پر اسلام اباد دې د تورونو لګولو پر ځای همکاري وکړي.

افغان چارواکي وايي چې دوی تل له پاکستانه غوښتي چې په ترهګرو کې دې خپل پردی نه ګوري او ټول دي يو شان وځپي خو په خبره يې پاکستان داسې نه کوي او لاس پوڅي وسله والې ډلې ساتي.

اشرف غني: پاکستان افغانستان سره په نااعلان کړي جنګ کې ښکېل دی
اشرف غني: پاکستان افغانستان سره په نااعلان کړي جنګ کې ښکېل دی

د پاکستان د قامي امنيت سلاکار په داسې وخت کې کابل ته سفر وکړ چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل اړيکي ترينګلي شوي او دواړه هېوادونه تور لګوي چې خاورې يې د يو بل پر ضد د تروریستي بريدونو لپاره کارول کېږي.

د سرتاج عزيز په خبره، له افغان چارواکيو يې غوښتي چې په افغانستان کې دې د پاکستانيو ديپلوماتو د خونديتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي او په خبره يې چې هغوى ورته د ډيپلوماتو د خونديتوب په اړه بشپړ ډاډ ورکړى دى.

د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې د دويم پړاو خبرې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو تر خپرېدو وروسته وځنډېدلې. ټاکل شوې وه چې دا خبرې د جولايي په ٣١مه په پاکستان کې ترسره شي. په دي وروستيوو کې کابل کې د خونړيوو بريدونو وروسته افغان ولسمشر پر پاکستان نيوکې وکړي چې اوس هم په خپله خاوره ترهګر پالي. اسلام اباد دا نه مني.

XS
SM
MD
LG