د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ امنیتي ادارې وايي هدفي عملیاتو د ښار امنیت ښه کړی


فایل فوټو
فایل فوټو

په کراچۍ کې پولیس او رینجر ځواکونه ادعا کوي چې د تېرو دوو کلونو د هدفي عملیاتو له وجې د قلنګ اخیستنې، برمته نیونې او هدفي وژنې پېښې اویا په سلو کې کمې شوې دي.

په کراچۍ کی د هدفي عملیاتو د دوو کالو په مکملېدو تیره ورځ د کراچۍ پولیسو او رینجرځواکونو مشرانو شریکې خبري غنډې ته وویل چی په ښار کې د تحریک طالبان پاکستان او لشکر جهنګوي سره سره د مختلفو سیاسي ګوندونو د وسله والو څانګو او « لیاري ګینګ وار » پرضد کارروایانې کړیدي چی له وجې يې په ښار کې په مختلفو جرمونو کې شپیته نه تر اویا فیصده پورې کمی راغلی دی.

خبري غنډی ته د رینجرز ترجمان کرنل امجد وویل چی په تېرو دوو کلونو کی رینجرز د شپږ زرو نه زیات وارې عملیات کړي دي او د اته زرو نه زیات کسان يي نیولی دي ، چی پکې ۹۱۳ ترهګر، ۵۰۰ هدفي وژونکي او ۳۴۷ قلنګ غوښتونکي اخستونکي شامل دي.

په دغه موقعه د کراچۍ ایډیشنل ايي جي مشتاق مهر وینا وه چی د هدفي عملیاتو نه وړاندی هره ورځ به په کراچۍ کې د لسو نه تر دولسو پورې کسان وژل کېدل خو د دغو عملیاتو له وجی دا شمیره پنځو نه تر څلورو پورې راټیټه شوېده.

د نوموړي په وینا په تیرو دوو کلونو کې په ۳۵۱۶ پولیس مقابلو کې ۱۱۷۲ ملزمان وژل شوي دي چې پکې ۲۸۲ ترهګر،۸۴۲ ډاکوان او ۳۸ برمته ګر هم شامل دي،

په کراچۍ کی خبریال او د سیاسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر وايي چی په یاد ښار کې د امنیت د ټینګولو او د جرمونو د کمېدو په اړه د رینجر ځواکونو او پولیسو ادعاوې سمې معلومیږي، ځکه چې د ښار اوسیدونکي هم د امنیت د ښه کېدو پخلی کوي. نوموړی وايي دا چې امنیتي ادارې د ورانکارو د وژنې یا نیونې په اړه کوم ارقام وړاندې کوي، ښايي ډیر کره به نه وي، خو دا واضحه ده چې یوشمېر وسله وال کسان نیول شوي او وژل شوي دي چې په بیلا بیلو جرمونو کې یې لاس درلودلو.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه سید نذیر بیا وايي دوه کاله وړاندې چې په کراچۍ ښار کې امنیتي ځواکونو هدفي عملیات پیل کړي نه وو ، نو هلته د امنیت وضع ښه نه وه ، د بد امنۍ زیاتې پېښې لیدل کیدې خو د عملیاتو په وجه دغه پېښې ډیرې کمې شوې دي.

نوموړی وايي اوس دا د سیاسي ګوندونو او ولسي خلکو فرض جوړیږي چې د امنیتي ادارو ترشا ودریږي څو د ښار اوسنی امنیت برقرار پاتې شي.

XS
SM
MD
LG