د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیښور په دویم ځل کرېکېټ قامي شل اووریزه اتلولي وګتله


د پنجاب صوبی په پنډۍ کرکټ میدان کی لوبیدلي شل اووریز (ټي ۲۰) کپ په فائنل لوبه کی پیښور ریجن کراچۍ بلیوز ته په اووه (۷) وکټونو سره د ماتهی ورکولو ورستو پرله پسی په دویم ځل قامي شل اووریزه اتلولي وګټله.

د نهی په ورځ لوبیدلي فائنل میچ کی پیښور ریجن کپتان ذوهیب خان د شېرخت ګټلو ورستو کراچۍ بلیوز ته د بیټنګ بلنه ورکړه او یاد ټیم په مقرره شلو اوورونو کی د اته (۸) لوبغاړو په زیان یو سل اووه اویا (۱۷۷) رنزونه جوړ کړل.

د کراچۍ بلیوز لخوا کپتان سرفراز احمد د ټولو زیات اووه څلویښت (۴۷) رنزونه خرم منظور یو څلویښت (۴۱) او شاهد آفریدي پنځلس (۱۵) رنزونه جوړ کړل،

په جواب کی پیښور ریجن مقرره هدف په نولسم (۱۹) اوور کی د دری (۳) لوبغاړو په ځیان سره پورا کړو،

د پیښور ریجن لخوا محمد رضوان اته پنځوس (۵۸) افتخار احمد اووه پنځوس (۵۷) او رفعت الله مهمند پنځه څلویښت (۴۵) رنزونو جوړ کړل،

محمد رضوان د ټولو زیات رنزونه په جوړولو غوره لوبغاړی وګرځولی شو،

د پیښور ریجن لخوا په دی ټورنمنټ کی تر ټولو زیاتی شپاړس (۱۶) وکټې اخستونکی باولر عمران خان جونیئر په دی میچ کی هم د ښی لوبی مظاهره وکړه او د کراچۍ بلیوز دری (۳) لوبغاړي يي اوټ کړل،

مشال ریډیو سره خبرو کی د پیښور ریجن لوبغاړي رفعت الله مهمند وینا وه چی کوښښ يي هم دا و چی ښه نه ښه لوبه وکړي چی یو واری بیا قامي ټي ټونټي چیمپیئن شپ وګټي نو د الله په فضل او د مور پلار په دعاګانو او د لوبغاړو د ښی کارکردګۍ په وجه دوي خپل برې برقراره وساتو،

د یوی پښتنی په ځواب کی نوموړي وویل چی ټیم يي د تیرو دوه کالو راهسی دا چیمپیئن شپ ګټي خو له بدمرغه پاکستان کرکټ بورډ ته د دوي کارکردګي په نظر نه راځي نو پکار ده چی د کرکټ بورډه دا پښتنه وکړی شي چی د قامي ټیم د ټاکنی لپاره د دوي څه معیار دی چی د پیښور ریجن لوبغاړي پری پورا نه خیژي،

خبریال او د لوبو تجزیه کار عبدا لغفار وائي چی د دومره غوره کارکردګي ښودلو ورستو پاکستان کرکټ بورډ له پکار دي چی د پیښور ریجن ځني لوبغاړي په قامي ټیم کی شامل کړي نو دا شان به د سیمی د لوبغاړو محرومیانی تر ډیره حده کمی شي،

د یادونی ده چی د قامي ټي ټونټي چیمپیئن شپ په ړومبي سیمي فائنل کی کراچۍ بلیوز ملتان ریجن ته په اته (۸) رنزونو سره ماتهی ورکولو ورستو فائنل ته رسیدلی و او په دویم سیمي فائنل میچ کی پیښور ریجن سیالکوټ ته په پنځه (۵) وکټونو سره ماتهی ورکړی وه.

احمد الله- مشال ریډیو اسلام اباد

XS
SM
MD
LG