د لاسرسي ځای

تازه خبر

اجتماعي ذمه واري، اېف سي ار او د قبایلي ولس حقونه


پراګ - د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي.

چارواکو وویل، که د سیمې اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلل او یا هم د ناامنۍ پېښه وشوه نو د پېښې له ځای سره په ۳۰۰ مربع ګزه سیمه کې د اجتماعي ذمه وارۍ تر لاندې به د اوسېدونکو کورونه ړنګول کېږي، د هغه ځای اوسېدونکي به نیول کېږي، د ملکانو او مشرانو مراعات به بندول کېږي او هغه کس چې وسله والو ته یې پناه ورکړې وې هغه به له سیمې ویستل کېږي.

د جمرود اوسېدونکو او مشرانو انتظامیې ته وویل، دوی به د امنیت ټینګښت لپاره له ادارو سره ملاتړ کوي خو د دوی کورونه دې نه ړنګول کېږي.

د مشال تر رڼا لاندې په نننۍ خپرونه کې د دې پوښتنې ځواب مالومولو هڅه کوو چې په ۲۰۱۱ز کال کې د اېف سي ار په قانون کې تر ترمیم وروسته انتظامیه ولې داسې خبرداري ورکوي؟

د دې موضوع څېړلو لپاره راسره د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا څانګې مشر پروفیسر ابراهیم او په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو د خلکو استازی غازي ګلاب جمال مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

اېف سي ار، اصلاحات او د قبایلي سیمو ولس حقونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG