د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د منا پېښه کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


ژغورونکي کسان جسدونه وچتوي
ژغورونکي کسان جسدونه وچتوي

د پاکستان د مذهبي امورو وزارت وايي د « منا » په پېښه کې د مړو شویو پاکستانېو شمېر اتلسو ته رسيدلی او شل نور ژوبل شوي دي.

بل پلو ، د سعودي عرب چارواکي وايي د ټېل ماټېل په پېښه کې د مړو شويو کسانو شمیره نوره هم زیاته شوېده.

دوی وايي وروستۍ شمیرې ښايي چې د پنځوسو نورو کسانو د مړینې تصدیق شوی او له دې سره د مړو شویو کسانو شمېر اووه سوه نهه شپېتو ته پورته شوی دی. همدارنګه په دې پېښه کې نهه سوه څلوردېرش کسان نور ژوبل شوي هم دي.

تېره ورځ د پاکستان د حج محکمې مشر رسنېو ته ويلي وو چې د مېنا په پيښه کې د درې سوو نه زیات پاکستانيان لا درکه شوي دي او د ورکو خلکو د لټون لپاره هلې ځلې روانې دي.

د تېر زيارت په ورځ د حج په مراسمو کې د شيطان د ويشتلو پر مهال د خلکو ټېل ماټېل پيل شو چې د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شو.

دا له ١٩٩٠م کال وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده. هغه مهال په ورته پېښه کې څوالس سوه سوه څوارلس سوه کسان مړه شوي وو.

بله خوا د سعودي عرب یو مهم مذهبي مشر شيخ عبدالعزيز الشيخ وويل، دغه دردناکه پېښه د انسان له وسه وتلې وه. د سعودي پاچا د دې خونړۍ پېښې په اړه د تحقيقاتو امر کړى دى.

د يو بل خبر له مخې د ايران ولسمشر حسن روحاني غوښتنه کړې چې په سعودي عرب کې د حج پرمهال د ټيل ماټېل د هغه خونړۍ پيښې پلټنې دي وشي.

حسن روحاني دغه مطالبه پرون په نيويارک کې د نړيوالو پرمختيايې اهدافو پر موضوع د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې د خپلې وينا پرمهال وکړه.

XS
SM
MD
LG