د لاسرسي ځای

تازه خبر

حاجي غالب مجاهد : اچین کې پاکستاني پوځیان د داعیش په جامه کې جنګیږي


د اچین ولسوال حاجي غالب
د اچین ولسوال حاجي غالب

شا محمود شینواری

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ مسولین وايي په دې ولسوالۍ کې د داعیش وسله والې ډلې په نوم د افغان ځواکونو سره جنګیدونکي کسان په اصل کې د پاکستان د پوځ کسان دي.

په اچین ولسوالۍ کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د حکومتي سرتیرو او د اسلامي دولت وسله والې ډلې ترمنځ د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي چې حکومتی لوری د ۹۵ وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد مشال راډيو ته وویل،چې د داعش وسله والې ډلې،چې شمېر يې څلورسوو ته رسیده تېره شپه ددې ولسوالۍ پر شپاړلسو پوستو بریدونه پيل کړل،چې په لنډ وخت کې افغان ګډځواکونه د حمايت لپاره سیمې ته ورسیدل.

د ولسوال په خبره په مخامخ جګړه کې پینځه دیرش تنه داعشيان وژل شوي او شپیته تنه نور په هوايي برید کې له منځه تللي.

نوموړي وویل دغه وسله وال،چې ظاهري نوم يې پر ځان داعش ايښی،خو په اصل کې د پاکستان پوځ کسان دي.

ده وویل هغه وسله وال،چې په سیمه کې يې مړي پراته دي هغوی سره د پاکستان د پوځ او د ملیشو کارټونه هم موجود وو:

« دا په نامه داعش ، خو په اصل کې پاکستانيان دي،چې د پاکستان د پوځ کسان هم ورسره دي او د پاکستان د ملیشو کسان هم ورسره دي،دوی پر موږ راشړلي دي خو څرنګه ماتې مو،چې ورکړه همدغسې ماتې به بیا هم ورکوو. »

بلخوا ابو حامد،چې ځان د داعش وسله والې ډلې ویاند معرفي کوي ادعا وکړه،چې دوی په اچین ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو بیز او دوه پوستې نیولي او زیاته يې کړه،چې پنځوس تنو پورې يې امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د اچین ولسوال د دوی دغه ادعا رد کړې او په خبره يې په دې جګړه کې یوازې څلور سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور زخميان دي.

د اچین ولسوالۍ د مسولینو په خبره په سیمه کې اوس هم د افغان ګډو ځواکونو لخوا چاڼیز عمليات روان دی.

دوی واي تر هغه به دا عمليات دوام وکړي،ترڅو یاده سیمه له وسله والو پاکه کړي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان حکومت تر اوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي چې ګواکې د پاکستان پوځ د داعیش په نامه د افغان ځواکونو سره جګړه کوی.

XS
SM
MD
LG