د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پښتون وطن مارغان هم په ختمېدو دي''


په بېلا بېلو پښتون مېشتو سیمو کې د نایابه او قیمتي مارغانو شکار لا هم دوام لري. دا شکار نه یواځې د بهرنيو خلکو له خوا کېږي، بلکې خپله ددې وطن وګړي هم له کلونو راهیسې ددې مارغانو شکار کوي، او تر نیولو وروسته يې بیا د نورې نړۍ په شتمنو پلوري. زموږ همکار خدای نور ناصر د بلوچستان په یوه پښتون مېشته سیمه کې له يوه شکاري سره خبري کړې دي.

د غرمې وخت دی، او عالم خان له خپلو ملګرو سره د غره په لمن کې شکار کوي. له عالم خان سره درې مارغان، دوه موږکان، دوې کوترې، يو موټرساييکل، دوربین او په پتکي کې د څښاک اوبه دي. کوم مارغان چې ورسره دي، او دوي پرې د نورو قيمتي مارغانو شکار کوي، د هغوي سترګي يې ورګنډلې او مشوکې ورتړل شوې دي. دا شکاريان ټوله ورځ په دوربین کې اسمان ته ګوري، او کله چې په هوا کې کوم مارغه وويني، نو خپل هغه مارغان چې سترګې يې ورګنډلې دي، همدلته ورته والوزوي.

؛ دغه سترګي چې مو ورګنډلې دي، دا ددې لپاره چې دوي بد نه کوي او له موږ څخه لرې نه ځي. دا سترګې يې موږ خپله ورګنډو په ستن او سپڼسي باندې. او کله چې اصلي مارغه راشي نو موږ دوي دلته ورته والوزوو، او هغه باندې نیسو؛.

د شکاري عالم خان په خبره له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې همدا د قیمتي مارغانو شکار کوي او تر پخوا ددې قيمتي مارغانو په شمېر کې بېخي زیات کموالی راغلی. عالم خان په سهېلي پښتونخوا کې د قيمتي مارغانو نومونه اخلي.

؛ دلته قيمتي مارغان بارۍ او چرخونه دي، چې د بارۍ قیمت له اته تر لس لکه پاکستانيو پورې دی او د چرخ له شل لکه نیولې بیاتر پنځوس لکه قیمت لري. مخکې دلته دا مارغان بېخي زیات وو خو اوس بېخي زیات کم شوي دي؛.

شکاري عالم خان زیاتوي، دوي له مځکې په اسمان کې الوتی مارغه پېژني، چې دا کوم مارغه او د نیولو طریقه يې څه ده. او بیا په هم هغې طریقې ددې مارغه د نیولو هڅه کوي.

که څه هم په بلوچستان کې د حکومت له خوا د مارغانو په شکار بندیز دی او حکومتي چارواکي هڅه کوي، چې له بهر څخه راغلي څوک دې شکار ته پرې نږدي، خو خپله ددې صوبې په شاوخوا ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د همدې سیمې د وګړيو له خوا ددې قيمتي مارغانو شکار لا هم د پخوا په څېر دوام لري.

XS
SM
MD
LG