د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د ترهګرۍ نه د خپلې تګلارې ښکار دی'


((حقیقت دا دی چې پاکستان د ترهګرو روزلو او هغوی ته د مالي سرچینو پیدا کولو تګلارې ښکار دی.))

هند د کشمیر په اړه د پاکستان سولې څلور نکاتي پلان رد کړی دی خو ویلي یې دي د ترهګرۍ په اړه د دواړو هېوادونو چارواکو خبرې چې په اګست کې منسوخې شوې وې، دې بیا پیل کړل شي.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته د وینا پر مهال پاکستاني وزیراعظم نواز شریف وړاندیز وکړ چې اټومي وسله لرونکي دواړه هېوادونه دې په کشمیر کې اوربند رسمي کړي او هغه سیمه دې غیر پوځي کولو لپاره اقدامات وکړي.

هند سمدستي دا خبره رد کړه او پر پاکستان یې تور پورې کړ چې دعوه کوي د ترهګرۍ اصلي ښکار هېواد دی، حالانکې، ((حقیقت دا دی چې پاکستان د ترهګرو روزلو او هغوی ته د مالي سرچینو پیدا کولو تګلارې ښکار دی.)) تېر ماښام د ملګرو ملتونو عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج وویل، هېواد یې خبرو ته تیار دی خو ((ترهګري او خبرې دواړه یو ځای نشي کېدای.))

دې زیاته کړه چې هند او پاکستان ((څلورو نکاتو ته نه، بلکې یوې نکتې ته اړتیا لري او هغه دا چې [پاکستان دې] له ترهګرۍ لاس واخلي او خبرو ته دې کښېني.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG