د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمیر لانجه څوک هوارول نه غواړي؟


د مشال تر رڼا لاندې خپرونه پاڼې ته ښه راغلاست. له یوې مودې راهیسې د پاکستان و هند اړیکي د کنټرول پر کرښې د تاوتریخوالي پرله پسې پېښو له کبله د کړکېچ او ترینګلتیا ښکار دي. څه موده مخکې د دواړو هېوادونو وزیراعظمان د روسیې په اوفا کې سره سلا شوي ول چې په اګست کې به د دواړو هېوادونو د قامي سلامتیا مشاوران په نوي ډيلي کې سره ګوري خو دا ملاقات منسوخ کړل شو.

د مشال تر رڼا لاندې خپرونه پاڼې ته ښه راغلاست.

له یوې مودې راهیسې د پاکستان و هند اړیکي د کنټرول پر کرښې د تاوتریخوالي پرله پسې پېښو له کبله د کړکېچ او ترینګلتیا ښکار دي. څه موده مخکې د دواړو هېوادونو وزیراعظمان د روسیې په اوفا کې سره سلا شوي ول چې په اګست کې به د دواړو هېوادونو د قامي سلامتیا مشاوران په نوي ډيلي کې سره ګوري خو دا ملاقات منسوخ کړل شو.

همدا راز، رپورټونه ول چې نواز شریف او نرېندر مودي به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د کلنۍ غونډې په څنډو کې سره ګوري خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل چې داسې هېڅ ملاقات نه وو پلان شوی.

په داسې حال کې چې د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف ملګرو ملتونو ته د وینا یوه لویه او مهمه برخه د کشمیر له مسلې سره تړلې ده موږ هڅه کوو چې د پاکستان و هند اړیکو ته بالعموم او د کشمیر مسلې ته په ځانګړي ډول کتنه وکړو او د دې پوښتنې ځواب مالوم کړو چې د کشمیر لانجه څوک هوارول نه غواړي او دې څه ګټه پورته کوي.

پر دې موضوع د بحث لپاره راسره په اسلام اباد کې د جوړجاړي او جرګو ادارې (انسټيټیوټ فار ډایالاګ اېنډ ريکنسي لي اېشن) شریک مشر او څېړونکی شاهد الیاس، په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو ادارې څېړونکی عارش الله خان او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر او استاد سید نذیر مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د کشمیر لانجه څوک هوارول نه غواړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG