د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان ولي په ملګرو ملتونو کې يو پر بل تورونه پورې کړل؟


پاکستان په ملګرو ملتونو کې د هند په ضد ځينې دستاويزات جمع کړي چې پکې ليکل شوي دغه هيواد د پاکستان د ځينو سيمو په ناکرارۍ او ترهګرو پيښو کې لاس لري.

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د هند په ضد ځينې دستاويزات جمع کړي چې پکې ليکل شوي دغه هيواد د پاکستان د ځينو سيمو په ناکرارۍ او ترهګرو پيښو کې لاس لري.

که څه هم هند تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان په ضد دا ډول دستاويزات جمع کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې پاکستان په ليکلې رسمي بڼه دا ډول اقدام وکړی.

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز د پنجشنبې (زيارت) په ورځ په نيويارک کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي مليحه لودي د دې سازمان جنرل سېکرټري بانکي مون ته په پاکستان کې د ترهګرۍ په پيښو کې د هند د لاس لرلو ثبوتونه وسپارل. د نوموړي په وينا دوی درې دستاويزات شريک کړي چې د پاکستان په بلوچستان، فاټا او کراچي کې د هند د لاس وهنې په اړه دي.

دا چې پاکستان ولي دا اقدام وکړی او په دې لړ کې ملګري ملتونه څه ډول رول لوبولای شي. په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت پخوانی سېکرټري شمشاد احمد وايي چې په نړيواله ټولنه کې د هند لخوا د پاکستان بدنامه کېدلو دا هيواد دې ګام اخيستو ته اړ کړ.

((د ملګرو ملتونو رول ډېر مربوط نه دی پاتې شوی خو پاکستان يو داسې هيواد دی چې په پر لپسې توګه له تورونو سره مخامخ دی او خپل تورونه د هند مخې ته نه شي اېښودلای ځکه چې هند زموږ سره خبرې کول نه غواړي. خو زما په فکر موږ هم بايد له هند څخه د مذاکراتو خېرات و نه غواړو ځکه چې امن د دواړو هيوادونو ضرورت دی. نو بايد نړۍ په اصلي موضوع باندې خبره کړل شي نو دا د پاکستان لخوا لومړی ګام دی.))

تر دې وړاندې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې هند ته د امن لپاره د څلور نکاتي پلان وړانديز کړی و چې په ځواب کې يې د هند د بهرنيو چارو وزيرې ششميتا سواراج ويلي و چې دوی دوی څلورو نکاتو ته اړتيا نلري بلکې پاکستان دې له ترهګرۍ لاس واخلي او بيا دې خبرو ته ورسره کښېني. په نوي ډلي خبريال او د سيمه ايزو چارو شنونکی ګوتم سدارت وايي، د پاکستان پوځ له هند سره د اړيکو خرابولو ذمه وار دی.

((زه نه پوهېږم چې په پاکستان کې ولسي حکومت تر کومه حده مسوليت لري ځکه چې موږ ټول خبر يو چې هلته پوځ هره تګلاره پرمخ وړي. نو په داسې حال کې د هند حکومت له وزيراعظم نواز شريف سره په تماس نيولو کې مشکلات لري. له کله چې په هند کې د مودي په مشرۍ نوی حکومت راغلی دی نو د پاکستان په پوځي اسټبلشمنټ کې يو ډول ناکراري رامنځ ته شوې ده چې د دې حکومت اهداف به څه وي او دوی به پر کشمير، ترهګرۍ او نورو چارو څومره جارحانه دريځ خپلوي؟ نو په داسې حال کې هر څه د پاکستاني پوځ لخوا کنټروليږي او د پاکستان ولسي حکومت دې ته نه پرېښودل کيږي چې له هند سره معاملات وکړي.))

که څه هم هند او پاکستان د يو بل ګاونډي هيوادونه دي خو د شنونکو په باور د دواړو تر منځ په اړيکو کې ترينګلتيا دوی د اېټمي وسلې جوړولو ته اړ ايستل. دا چې دواړه هيوادونه خپل منځي اړيکې په څه توګه ښه کولای شي، شمشاد احمد يې يواځينی حل بامقصده خبرې اترې ګڼي.

((څرنګه چې امريکا په ۲۰۰۳م کال کې هند او پاکستان د خبرو مېز ته اماده کړل، کېدای شي بيا يې سره کښېنوي. خو هغه وخت هم يوازې خبرې اترې وشوې او هيڅ نتيجه يې نه راووتل او دوه درې کاله وروسته له پوکڼې څخه هوا ووتل. مذاکرات يا خبرې اترې همېشه د يو مقصد لپاره کيږي او دا د ستونزو د حل يوه ذريعه وي. که چيرې هند ستونزې هوارول غواړي نو مذاکرات يې حل دی. خو مذاکرات بايد له مقصده ډک وي چې دا ډول هند او پاکستان خپلې ستونزې حل کړای شي.))

د پاکستان او هند تر منځ له اوږدې مودې راهيسې يو پر بل په ترهګرۍ کې د لاس لرلو تورونه پورې کيږي خو دا ځل دواړو هيوادونو په داسې حال کې په ملګرو ملتونو کې يو پر بل د ترهګرۍ تورونه ولګول چې د څه مودې راهيسې د دواړو هيوادونو تر منځ پر لانجمنې سرحدي کرښې لاين آف کنټرول باندې هم د يو بل لخوا د ډزو کولو راپورونه ورکړل شوی دي.

XS
SM
MD
LG