د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په کندز کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي"


افغان چارواکي ادعا کوي چې د کندزپه ښار کې بېګا شپه د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي او ۱۰نور یې نیولي دي.

افغان چارواکي ادعا کوي چې د کندزپه ښار کې بېګا شپه د عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي او ۱۰نور یې نیولي دي.

د کندز ښار د ګل په ورځ طالبانو ونیو او یوه ورځ وروسته بیا افغان ځواکونو هلته د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل.

د کندز امنیه قوماندان د جمعې پر ورځ مشال را ډيو ته وویل چې د دوشنبې له ورځې راپه دې خوا په کندز کې د وژل شویو مشکوکه طالبانو شمیر ۳۰۰ ته رسیدلی دی.

بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په کندزکې وروستۍ جګړې انساني ناورین رامنځته کړی دی.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار مشال راډیو ته وویل چې په کندزکې د جګړې پر مهال وسله والو مخالفینو سلګونه بې ګناه خلکو ته مرګژوبله اړولې او د بشر ضد جنایتونه یې کړي دي.

« د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له لومړۍ ورځې په کندز کې وضعیت څارلی دی. بلاخره دې نتیجې ته رسیدلي یو چې هلته یو انساني ناورین رامنځته شوی دی.»

ښاغلي بیدار همداراز له نړیوالو پوځیانو او افغان حکومت هم وغوښتل چې په دې جګړه کې دې د افغان ملکیانو ژوند ته پام وکړي او هېڅکله د ملکیانو ژوند ته خطر مخ نه کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي دي چې وسله والو مخالفینوپه کندزکې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي افغان ملکیان یې په بیرحمانه توګه وژلي او شکنجه کړي دي.

د کندز له بې ځایه شويو کورنیو سره مرسته کېږي

د افغانستان اجرائيه رياست وايي په بدخشان او تخار ولايتونو کې د کندز ولايت څلورنيم زره بېځايه شويو کورنيو ته د خوراکي موادو د لېږلو پرېکړه شوې ده.

د دغه رياست له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د دغه رياست په پرونۍ غونډه کې چې مشري يې د اجرائيه رئيس مرستيال محمد محقق کوله، د بدخشان او تخار ولايتونو د بیړنیو حالاتو کمېټۍ دفترونه وګمارل شول چې د کندوز ولايت بېځايه شويو ته نغدي او غذايي مرستې په کړه توګه ورسوي.

په کندوز ښار کې له تېرې دوشنبې راهيسې شخړې او ناامني روانه ده چې له کبله يې په سلګونو کورنۍ نورو ولايتونو ته کډه شوي دي.

بلخوا د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنې مشر د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، هغه محلي خبريالان چې په کندز کې د وروستيو جګړو له کبله نورو ولايتونو ته بېځايه شوي، په بد حالت کې دي.

XS
SM
MD
LG