د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز: "د پاکستان دوه مخې پاليسي حد نه لري"


د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف
د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف

له پاکستانه خپريدونکې ده نيشن ورځپاڼه کې د سياسي چارو شنونکی او سياستوال، افراسياب خټک ليکي چې په کندوز کې د طالبانو تر وروستيوو بريدونو وروسته بايد پاکستان په خپله خاوره د هغو طالبانو ختمول پېل کړي. په مقاله کې راغلي چې پاکستان بايد د ترهګرۍ په وړاندې دوه مخې پاليسي پريږدي.

ده نيشن ورځپاڼه کې سياستوال او د سياسي چارو څيړونکی، افراسياب خټک ليکي چې کله په ۱۹۸۰ کلونو کې پاکستان افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد په وختونو کې ژوره مداخله وکړه او د نړۍ تقريبا هر جهادي ته يې په خپله خاوره ځای ورکړ، ډېرو خلکو فکر کاوه چې پاکستان به له دې ګډوډۍ هيڅکله راونه وځي.

د ليکوال په خبره پاکستان نه يوازې افغانستان او هندوستان کې وسله والو د خپلو اثاثو او لاس پوڅو په توګه کارولي بلکي په چين کې فعال يوغور بيلتون پاله هم په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته پاکستان کې مېشته شول. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان چين تر ټولو ښه دوست ګڼي. په مقاله کې راغلي چې د جندالله ډلې د فعاليتونو له وجې ايران هم له خپل ګاونډي، پاکستان څخه ورته ستونزې لري.

د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان دوه مخې پاليسي حد نه لري. که طالبان پاکستان کې بريدونه کوي نو د هندوستان د جاسوسي ادارو لاس پوڅي ګڼل کيږي خو که طالبان افغانستان کې ترهګر فعاليتونه کوي نو هغوی ازادۍ ګټونکي بولي.
افراسياب خټک

ده نيشن ورځپاڼه ليکي چې په نيويارک کې په ۲۰۰۱ کال کې د سټمبر د يوولسمې تر بريدونو وروسته کله چې د افغان طالبانو د ملاتړ او اسامه بن لادن ته د پنا ورکولو له وجې د ټولې نړۍ سترګې پاکستان ته واوښتې، پوځي آمر پرويز مشرف خپل ملک کې د وسله والو پر ضد يو لړ ګامونه واخيستل خو هغه هم د کومې اوږدمهالې ستراتيژۍ په نظر کې نيولو سره نه وو شوي. په مقاله کې راغلي چې پاکستان بيا هم طالبانو ته پټنځايونه ورکړل او په قبايلي سيمو کې يې داسې عمليات وکړل چې طالبان ختم نه کړي.

افراسياب خټک ليکي چې کله تېر کال د پاکستان پوځ ضرب عضب عمليات پيل کړل نو ټولو دا ويل چې اوس پاليسي بدله شوي او اسلام باد به د ترهګرو ځپلو ته مخه کړي. که څه هم د نوموړي په خبره تېر کال هم افغانستان کې د تشدد پېښې کمې نه وي خو ډېرو فکر کاوه چې دا يوازې لنډمهاله جګړې دي چې د ژمي په راتګ سره به کمې او يا هم ختمې شي. خو داسې ونه وشول.

۲۰۱۳ - کابل: افغانان د پاکستان ضد مظاهره کې د دغه هيواد بيرغ يا جنډه سوځوي
۲۰۱۳ - کابل: افغانان د پاکستان ضد مظاهره کې د دغه هيواد بيرغ يا جنډه سوځوي

په مقاله کې راغلي چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کندوز ښار ډېرې برخې ونيولي چې پاکستان د طالبانو له خوا ياده سيمه کې د خلکو وژل او ځورول ونه غندل. د ليکوال په وينا د دې مانا دا ده چې که ترهګري پاکستان کې وي نو پر وړاندې به يې مقابله کيږي خو که افغانستان کې وي نو پاکستان به بې پري پاتې وي. په مقاله کې راغلي چې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان دوه مخې پاليسي حد نه لري. که طالبان پاکستان کې بريدونه کوي نو د هندوستان د جاسوسي ادارو لاس پوڅي ګڼل کيږي خو که طالبان افغانستان کې ترهګر فعاليتونه کوي نو هغوی ازادۍ ګټونکي بولي.

ده نيشن ورځپاڼه ليکي چې د کندوز تر پېښې وروسته بايد پاکستان د افغانستان لپاره د ټاکلې پاليسۍ په بدلولو سوچ وکړي. ليکوال وايي پاکستان بايد په خپله خاوره د افغان طالبانو موجوديت نور ونه زغمي او زر تر زره دې يې وباسي.

XS
SM
MD
LG