د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پښتنو سره ناروا چلند نه منو. محمود خان اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د يوې اندازې مطابق تر يو لاک زیاتو پښتنو شناختي کارډونه بند دي چې پکې اتيا زره يواځې په پنجاب صوبه کې دي

د پاکستان مرکزي او د پنجاب صوبايي حکومت لخوا د پښتنو پرضد ناروا سلوک، د دوی شناختي کارډونو بندولو، بې ځايه تلاشیو او نیونواو پښتانه د کشمير او پنجاب له مختلفو سيمو اېستلو پر ضد په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري احتجاجي مظاهره وشوه.

په مظاهره کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او سېنېټر عثمان کاکړ په ګډون يو شمېر ځايي او صوبايي مشرانو او کارکنانو شرکت کړی وو.

د دوی غوښتنه وه پښتنو ته دې هم د نور ملک د اوسېدونکو په رنګ بنيادي سهولتونه او د اوسېدو حق ورکړل شي او د دوی بې ځايه تنګولو سلسله دې ودرول شي ځکه چې پښتانه هم د دې ملک اوسېدونکي دي او د پاکستان تر جوړېدو وړاندې پر خپله خاوره مېشت دي.

احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پښتونخوا معپ مشر محمود خان اچکزئي وينا وه «پښتانه د پاکستان بغېر ژوند کولی شي خو د پښتنوبغېر د پاکستان وجود ګران دی. د ده په خبره موږ له حکومته هېڅنارواغوښتنه نه کوو، نه په ملک کې اړی ګړی پېدا کول غواړو خو په هېڅ صورت به دا برداشت نه کړو چې له پښتنو سره نا انصافي او زياتی وشي.

له پښتنو سره دې ناروا سلوک نه زغمو. پښتونخوا معپ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

له مشال راډيو سره په خبرو کې يو تن محمد دين وويل چې مشرانو یې د پاکستان لپاره جنګونه کړي دي او دوی ته د هغې بدل کې د بهادرۍ تمغې ورکړل شوي دي خو نن یې حکمرانان په قوميت شک کوي. د ده په خبره يو زوی یې ډاکټر دی او نور یې سبق وايي خو له تېرو اته کالو راهیسې یې د ټول کور شناختي کارډونه بند دي اوټول کارونه یې په ټپه ولاړ دي.

آيا دا مسله په سړک د احتجاج پرځای په پارليمان دننه په ښه شان نشوه هوارېدای؟ مشال راډيو ته د دې پوښتنې په ځواب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېنېټر عثمان خان کاکړ وويل چې دا معامله یېدرې واره په سېنېټ کې پورته کړې ده خو حکومت ورته توجه نه ورکوي نو ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړی دی، او په دغه سلسله کې به دوی په کراچۍ او د پنجاب په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کوي.

د ده په خبره د يوې اندازې مطابق تر يو لاک زیاتو پښتنو شناختي کارډونه بند دي چې پکې اتيا زره يواځې په پنجاب صوبه کې دي، دا راز د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې هم د پښتنو شپږ سوه دکانونه تړل شوي دي او دوی ته په دوه مياشتو کې د کشميرپرېښودو ويل شوي دي.

XS
SM
MD
LG