د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ بېګا ماښام منظور کړي مشترکه قرارداد کې خبرداری ورکړی چې د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د مرکزي حکومت له خوا د لارې بدلون ورته د منلو وړ نه دی.
قرارداد د قومي وطن ګوند سکندر شېرپاو ولوست او وي ويل چې وزيراعظم نوازشريف بايد له وعدې سره سم د پښتنو او بلوچو سيمو څخه تېريدونکې مغربي لار ته لومړيتوب ورکړي.
په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په کويټه کې د سېشنبې پر ورځ خبريالانو ته ويلي دي د دې منصوبې په لارو کې بدلون نه دی راغلی خو پښتانه سياستوال وايي که داسې وي نو په بجټ کې ولې مغربې لپاره ډېرې پيسې نشته.