د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اتومي انرژۍ موندلو لپاره نړیواله مرسته غواړي


په اوکراین کې د چرنوبل اټومي برېښناکوټ
په اوکراین کې د چرنوبل اټومي برېښناکوټ

پاکستان وايي، د اټومي انرژۍ جوړولو په برخه کې د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کوي.

دا خبره د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله نن په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د امریکايي خبریال ډېوېډ اګنېشيیس د هغه رپورټ په ځواب کې وکړه،چې پکې هغه د ځېنو امریکايي چارواکو له خولې ویلي، سپینه ماڼۍ غواړي د پاکستان اټومي پروګرام محدود کړي. خلیل الله وویل، دوی تل ټینګار کړی چې پر اټومي موضوعاتو دې له هېوادونو سره توپیري چلند نه کېږي:

((موږ تل ویلي چې د اټومي انرژۍ د سوله ییز استعمال په ګډون باید پر هرې اټومي موضوع له هېوادونو سره بې له تفریقه او توپیره چلند وشي. موږ پخپله هم ملکي اټومي انرژي جوړوو او د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کوو.))

د اکتوبر پر شپږمه په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپور شوی رپورټ وايي، امریکايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې واشنګټن له اسلام اباده غوښتنه کړې چې د خپل اټومي پروګرام او د وسلو نظام تر هغه حده پر محدودولو دې غور وکړي چې یوازې له هنده د ګواښ په صورت کې خپله دفاع وکړای شي.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، د جنوبي اسیا امنیتي حالات او د هند زورچلوونکی دریځ دوی هغو ټولو اقداماتو ته اړ کوي چې د خپل ملي امنیت خوندي ساتلو او د هند تېري په صورت کې د دفاع مکمل صلاحیت ولري.

XS
SM
MD
LG