د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خوستیان د کندوزیانو په غمیزه کې ځانونه شریک بولي'


نن د پنجشنبې پر ورځ د خوست قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې د کندز پر غمیزې خواشیني څرګنده کړه او د یاد ولایت له جګړه ځپلو خلکو سره يې د هر ډول ځاني او مالي مرستې تیارۍ په ډاګه کړ.

یاده غونډه چې د »نور ټولنیز بنسټ« په نوم د یوې مدني ټولنې راغوښتل شوې وه، ویناوالو په دې هم خواشیني وښوده، چې افغان حکومت، مرستندویه ټولنې او ان په خپل ولس ونه توانیده، چې د کندز پېښې له قربانیانو او اغېزمنو سره لازمې او پر وخت مرستې وکړي.

قومي مشر محمدظفر وویل، چې د کندز غمیزه د ځايي حکومت د بې وسي او بې غوري څرګندویه وبلله.

ده د قومونو او ولسونو له ادرسه تیاری څرګند کړ، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو به ملاتړ وکړي:

((په خوست کې دا ده نهمه یا لسمه ورځ جریان لري، د هغه له ماشومانو،کونډو یتمانو او اسیرانو سره نه دولت پوره کمک وکړ او نه ولس پورته شو، چې دا لاره يې جوړه وي، چې په جګړه کې ایسارو خلکو ته اوبه یا خواړه ورسېږي، پر حکومت مو غږ دی، چې یا دې بې وسي ده، یا دې بې غوري ده او یا د وطن مینه دې په زړه کې نشته، موږ د دولت سره د وطن د امنیت د ساتنې له پاره د امنیتي ارګانونو سره څنګ په څنګ ولاړ یو.))

د خوست د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د غونډې د موخو د ښودلو تر څنګ وویل، چې د ناستې ګډونوالو په ډله ییز ډول پریکړه وکړه، چې د کندز د دردناکې غمیزې له قربانیانو سره د مرستې په خاطر به کمیسیون ټاکي، مرستې به راغونډوي او بیا به يې د دې پیښې قربانیانو کورنیو ته رسوي.

وسله والو طالبانو د تیرې اونۍ د دوشنې په ورځ د کندز ښار ونیوه خو افغان حکومت وايي چې اوس کندز ښار د دوې په کنټرول کې دی او د کندز د ښار او ولسوالیو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت چارواکو د کندز پیښې ته په کتو ویلي، چې دا یوه استخبارتي جګړه ده او مخالفان باید په دې پوه شي چې افغان حکومت نشي نسکورولی.

د خوست غونډې تابیا کوونکي او د نور ټولنیز بنسټ مشر شکرالله بابکرخېل په خپلو خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ولس د ملاتړ اعلان وکړ او د دې ولایت له سوداګرو، مامورینو، مدني فعالانو، دوکاندارانو او خلکو يې هم وغوښتل، چې په کندز کې د ستر بشري ناورین له اغېزمنو او کورنیو سره تر خپله وسه مرسته او همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، چې د تیرې اونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې چې په کندز کې جګړه روانه ده ملکي وګړو ته ډير تلفات اوښتي خو د دقیق شمیر په اړه يې څه نه دي ویلي.

دا مهال په کندز کې د جګړې له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي چې په نورو ولایتونو کې په ناوړه وضیعت کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG