د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لاره جوړوي


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د افغانستان صدر اشرف غني
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د افغانستان صدر اشرف غني

د پاکستان وزيراعظم وايي دوى د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بيا شورو کولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

پرون په لاهور کې يوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وزيراعظم نواز شريف وويل د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د دوهم پړاو نه وړاندې، د افغان طالبانو د پخواني مشر د مړينې راپورونو خپرولو د سولې پر مذاکراتو منفي اغېز کړى دی.

بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا او افغان حکومت چارواکو پرون له مشال راډيو سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې دوی د پاکستان د وزيراعظم د وروستيو څرګندونو ته ډیر هیله من نه دي.

د سولې د عالي شورا د بهرنېو اړيکو د کميټې مشر حبيب الله پوځي له پاکستانه غوښتې چې د سولې په پروسه کې دې مخلصانه رول ولوبوي:

« دا چې د پاکستان وزیر اعظم یو وار بیا ویلي چې د افغانستان سره د سولې په لاره کې مرسته کوي، نو ددې لپاره چې حالات نور هم کړکیچن نه شي، پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته پکار دي چې په دې لاره کې مخلصانه قدمونه واخلي. »

د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د دوهم پړاو مستقيمې خبرې چې په پام کې وه، د پاکستان په منځګړيتوب وشي ، د روان کال په جولايي مياشت کې د ملا عمر د مرګ د اعلان له کبله وځنډېدې.

XS
SM
MD
LG