د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بلوچستان، اواران کې پاکستاني ځواکونو ولسي کورونه سوځوي'


د ۲۰۱۱م کال په راغلې زلزله کې د بلوچستان په اوران سیمه کې وران شوي کورونه
د ۲۰۱۱م کال په راغلې زلزله کې د بلوچستان په اوران سیمه کې وران شوي کورونه

"پاکستانیو ځواکونو د اواران د مشکې په هاروني سیمه کې د بلوچستان نېشنل مومنټ د جنرل سیکرېټري ډاکټر منان بلوڅ، د هغه د خپلوانو او نورو بې ګناه وګړيو کورونه سوځلي"

د بلوچستان په بلوڅ مېشته اواران او شاوخوا سیمو کې بلوڅ ملتپال ادعا کوي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د بې ګناه او عام ولس کورونو ته اور ورکړی او په خبره يې له تېرو څو مياشتو راهیسې په عملياتو کې ددې ځواکونو له خوا بې ګناه ولس ځورول کېږي.

د بلوچستان نيشنل موومنټ چې د بېلتونپالو يو غورځنګ دی او ځان يو سیاسي ګوند ګڼي، رسنيو ته يې په لېږل شوي بیان کې ادعا کړې، چې ځواکونو د اواران د مشکې په هاروني سیمه کې د ياد سیاسي ګوند د جنرل سیکريټري ډاکټرمنان بلوڅ، د هغه د خپلوانو او نورو بې ګناه وګړيو کورونه سوځلي.

دا بیان زیاتوي، د ریاستي ځواکونو له خوا د سیاسي کارکوونکو پر ضد داسې کړنې د بشر له حقونو څخه سرغړونه ده او وايي، ځواکونه بې ګناه ولس ځوروي. له دې سره سره ډېری نور بلوڅ ملتپال هم پر حکومتي ځواکونو ورته تور پورې کوي، چې ددوي په خبره له تېر کمکي اختره راهیسې په یادو سیمو کې د ځواکونو په عملياتو کې بې ګناه ولس ځورېږي. خو د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټی بیا دا ټولې ادعاوې ناسمې بولي او زیاتوي، د پاکستان امنيتي ځواکونه دومره غیرذمه واره هم نه دي، چې د بې ګنا خلکو کورونه وسوځي.

؛ لومړۍ خبره خو دا ده، چې دا تور د کوم سیاسي ګوند له خوا نه دی لګول شوی، بلکې همدا هغه وسله والې ډلې دي، چې د بل چا په خوله داسې تورونه لګوي او د امنيتي ځواکونو د بدنامولو هڅه کوي. زه دا وایم، چې د پاکستان چې څومره هم امنيتي ادارې دي هغوي دومره غیرذمه واره نشي کېدای، لاکن ظاهره خبره ده، کله چې په امنيتي ځواکونو باندې برید کېږي، نو بیا له دې خوا هم پر هغوي ډزي کېږي، نو بیا په دې خلک هم وژل کېږي. تر کومه ځايه چې د کورونو د سوځلو خبره ده، ماته داسې هيڅ اطلاع نشته، چې د چا کور سوځول شوی دی؛.

د ویلو وړ ده چې په بلوڅ مېشته اواران او شاوخوا سیمو کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا له تېرو درو درېنيمو مياشتو راهیسې د وسله والو پر ضد وخت ناوخته د عملياتو راپورونه ورکړل کېږي، چې د همدې عملياتو په پېل کې امنيتي ځواکونو د بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال قومندان ډاکټر الله نظر د وژل کېدو ناتاييد شوي راپورونه هم ورکړي وو.

XS
SM
MD
LG