د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیانو ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې وغندلې


د خوستیانو غونډه
د خوستیانو غونډه

په خوست کې مولوي محمدخان، حاجي ناظم ځدراڼ، قوماندان دلاورشاه، مفتي ګل محمد، وکیل ظابط خان مجاهد، حاجي خانزمان صبری، مدیر غني محمد، حاجي لیونګل حبیبي او نور په تره ګریزو بریدونو کې وژل شوي

د خوست یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او د بیلابیلو مدني بنسټونو غړو په افغانستان او په ځانګړي ډول په خوست کې ترهګریز بریدونه او د مخورو قومي، جهادي او سیاسي شخصیتونو هدفي وژنې وغندلې او هغه يې د افغانانو پر ضد د پردیو یو پلان شوی سازش وباله.

دوی چې نن د دوشنبې پر ورځ په خوست کې په همدې موخه یوه غونډه کې راټول شوي ول، د افغان حکومت له امنیتي او کشفي ادارو یو ځل بیا وغوښتل، چې د دا ډول پيښو ککړ وموندي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري او هم دې په راتلونکې کې د مخورو شخصیتونو امنیت خوندي کړي.

د ترهه ګریزه او هدفي بریدونو ضد د خوستیانو غونډه
د ترهه ګریزه او هدفي بریدونو ضد د خوستیانو غونډه

مدني فعال او په خوست کې د قومونو د پیوستون شورا مشر سیدکریم خان خاکسار مشال راډیو ته وویل، چې د ټولنې مخورو وګړو خوندیتوب لپاره دې د حکومت له خوا د امنیتي تدابیرو سربیره قومونو او ولسونو سره دا مسله شریکه کړي او د هغوی مرسته دې هم راجلب کړي:

«اول دلته دیني عالمان، قومي مشران او مدني ټولنې چې راټولې شوې دي، دا ډول بریدونه په کلکو ټکو غندو، موږ پر دولت غږ کوو، چې ځايي چارواکي باید هر وخت ولسونو ته مراجعه وکړي، د ولسونو نه په دې برخه کې کمک وغواړي او داسو ولسي شخصیتونو باندې بریدونه په کلکه ودروي او کشفي ارګانونه د داسو پيښو پلټنه وکړي، د دې عاملین دې ونیول شي، ولسونو ته دې په ګوته شي، تر څو خدای مکړه چې تر دې وروسته زموږ مخور شخصیتونه ضایع نه شي»

دیني عالم مولوي وحیدالله وویل، هغه ډلې او کسان چې ترهګریز بریدونه تنظیموي او هدفي وژنې کوي، هغوی پولې نه پيژني او هر هغه څوک چې د هېوادپالنې احساس لري، هغه په نښه کوي:

«زما غوښتنه د یو شهروند او دیني عالم په توګه داده، چې ټول افغانان او سیاستوال دې خبرې ته متوجه شي، چې په اصلي دښمن پسې دې وګرځي، هغه دښمن سرحدي او پوله نه لري، بلکې د هغوی دپاره هر څوک چې د وطن په خاطر وطنپاله دي، قران پاله وي، اسلام پاله وي، د هغوی ټارګېټ دی او هدف دی»

د قومي مشرانو په استازیتوب عبدالولي عادل په خپلو خبرو کې پر کشفي ادارو له دې کبله نیوکه وکړه، چې تر اوسه د ترور شویو شخصیتونو تحقیقات يې نه دي کړي او که کړې وي، نو نتیجې يې له خلکو سره نه دې شریکې کړي، نوموړي هم د مخورو شخصیتونو پر ساتنه ټېنګار وکړ:

«دولت مخکې هم د دا ډول وژنو د مخنیوي له پاره د پوره هڅو وعدې کړې وې، چې دا ډول پيښې به موږ څېړو، پلټنه به يې کوو، خو دا ټولې پيښې همداسې پاتې شوې، زموږ ډېر قومي او جهادي شخصیتونه او دیني عالمان شهیدان شول، دا ځل موږ بیا هم په دولت غږ کوو، چې امنیتي ارګانونه د دا ډول شخصیتونو د امنیت ساتنې وظیفه لري، خپل مسوولیت ادا کړي»

یاده دې وي، په ټوله کې د پولې په دواړه غاړو پښتون میشتو سیمو کې د مهمو او مخورو شخصیتونو هدفي وژنې د عامو او خاصو خلکو سختې انديښنې راپورته کړي دي او د دې پدیدې په مخنیوي کې يې اړوندې ادارې په پاتې راتلو تورنې کړې دي، په خوست کې هم په هدفي او ترهګریزو بریدونو کې یو شمېر مخور قومي، جهادي او سیاسي شخصیتونه لکه مولوي محمدخان، حاجي ناظم ځدراڼ، قوماندان دلاورشاه، مفتي ګل محمد، وکیل ظابط خان مجاهد، حاجي خانزمان صبری، مدیر غني محمد، حاجي لیونګل حبیبي او نور وژل شوي، چې کشفي او جنايي ادارو يې د ډېر وخت له تیریدو وروسته هم د قضیو د څیړنې مالومات له خلکو او رسنیو سره نه دي شریک کړي.

XS
SM
MD
LG