د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پر جونګړو کمر پرېوتی، ۱۳ تنه وژل شوي


د پاکستان سرکاري ټي وي بیا وايي، چې وژل شوي ټول تنان له جنوبي پنجاب سره اوسېدونکي دي.

د کراچۍ ګلستان جوهر سيمې په یووم بلاک کې په يو خالي پلاټ کې د خاورو کمر پرېوتو له پېښې د اووه ماشومانو او درې ښځو پشمول ديارلس کسان وژل شوي دي.

د پېښې په اړه د کراچۍ ژغورندویه محکمې يو چارواکي سني مشال راډيو ته وويل چې پېښه بېګا د نهې شپه پر پينځه منټه باندې دوه بجې مخې ته راغلې ده او په وژل شوو کې ډېری د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړی زياتوي چې له پېښې وروستو ديارلس کسان د کمر راپرېوتو وروستو په ملبه کې نښتي ول. ده په خبره په وژل شوو کې اووه ماشومان، درې ښځې او درې نارينه شامل دي۔

چارواکي وايي، مرستندویه هلې ځلې سر ته رسېدلي او ټول مړي یې روغتون ته رسولي دي۔

محمدعمران مشال راډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG