د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبیار د انځورونو له لارې ښيي چې پښتانه سوله ییز خلک دي


حبیبیار په ویانا کې د خپلو انځورونو د نندارتون په تالار کې
حبیبیار په ویانا کې د خپلو انځورونو د نندارتون په تالار کې

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د جلال اباد له انځورګر او عکاس عبدالرب حبیبیار سره خبرې کړې دي چې په دې وروستیو کې یې د اسټریا (اتریش) په پلازمېنه ویانا کې د اسیايي هېوادونو په استازیتوب په پروګرامونو کې برخه واخیسته.

ده خپل انځورونه په نندارتونونو کې وړاندې کړل او هڅه یې وکړه چې نړۍ ته د پښتنو سوله ییز تصویر وښيي.

په ویانا کې د حبیبیار د انځورونو نندارتون
په ویانا کې د حبیبیار د انځورونو نندارتون

حبیبیار وايي، دی په ویانا کې نندارتون ته په خپلو دودیزو جامو کې تللی وو او وايي، اصلي موخه یې دا وه چې د هنر له لارې نړۍ ته د پښتنو او افغانستان پاکه او سپېڅلې څهره وښيي.

دی وايي، ده په ویانا کې خلکو ته وویل چې دی کیمره د سولې لپاره کاروي او دا چې د غربیانو لپاره د ده کار د دلچسپۍ وړ وو.

په سندرو امېل خپرونه کې مو له نوموړي او له بل نومیالي هنرمند جمال شاه سره نورو هېوادونو ته د هنرمندانو تګ او هلته د کلتوري هلو ځلو ارزښت په اړه خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

حبیبیار د انځورونو له لارې نړۍ ښيي چې پښتانه سوله ییز خلک دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG