د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د کاغذي سکولونو او استادانو پر ضد ګام اخلي


"په بلوچستان کې په سلګونه ښوونځي، ښوونکي او په زرګونه زده کوونکي تش د کاغذونو پر مخ شته خو په حقیقت کې هېڅ وجود نه لري"

د بلوچستان تعليم څانګې چارواکي وايي، د سلګونو هغو سکولونو او ښوونکو پر ضد به کاروايي وکړي، چې يواځې په کاغذونو کې دي او یا ښوونکي یې پر کورونو ناست تنخاګانې اخلي.

د تعليم وزیر سرداررضا بړېڅی له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، تر ډيسېمبر مياشتېبه ټولو کاغذي سکولونو او استادانو کره شمېره ولس ته وښيي.

؛ د بلوچستان د ټولو سکولونو ډېټا راټولو او ګورو، چې هلته څومره سهوليات شته او څومره نشته. څومره زده کوونکي دي او څومره ښوونکي دي. د دې مو باقاعده کوډينګ کړی دی او دا هرڅه لیکو. د پریاني ښوونځيو «ګوسټ سکولونو» او ښوونکو تصور شته، خو د دې پوره تفصیل به له تاسو سره تر ډيسيمبر میاشتې شریک کړم؛.

تېره اونۍ د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټرعبدالمالک بلوڅ هم په کوټه کې د ښوونکو يوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي ول، چې صوبه کې یې درې لاکه جعلي زده کوونکي او نهه سوه سکولونه تش د کاغذونو پرمخ دي او په حقیقت کې هېڅ وجود نه لري.

؛ دا څومره د افسوس خبره ده، چې تاسو د درې لاکه جعلي زده کوونکو اندراج کړي دي. او نهه سوه سکولونه نشته، خو تاسو يې پيسې اخلئ. تاسو خپل ضمير ته وګورئ، داسې نه، چې زه اعلا وزیر یم، زه له تاسو د دې خاورې د يوه وګړي په توګه خواست کوم. که تاسو لږ ځانونه سم کړئ نو په بلوچستان کې به انقلاب راشي؛.

د بلوچستان حکومتي چارواکو ادعاوې داسې مهال کېږي، چې روان حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې په دغه صوبه کې د تعليم او صحت ستونزو ته لومړيتوب ورکړی او ادعا يې کړې وه، چې په يادو دوو څانګو کې به د پام وړ پرمختګ کوي.

XS
SM
MD
LG