د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر نږدې لسو زرو کسانو د سفر بندېز ختم کړ


د پاکستان د هوايي کرښې الوتکه
د پاکستان د هوايي کرښې الوتکه

د پاکستان حکومت د سفري بندیز سره د مخامخ شویو ۹۷۵۳ کسانو نومونه له دغه فهرست نه لرې کړي دي او یوه څلور کسیزه کمیټي یې ټاکلې ده چې په راتلونکې کې به د یو چا نوم د سفري بندیز په لیست کې د شاملولو یا د نه شاملولو اختیار په لاس کې ولري.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند وايي دوی به هیڅ یوې ادارې ته دا اجازه ورنکړي چې د ملک په کوم اوسیدونکي بغیر له څه وجې تر نامعلومې نیټې پورې د سفر بندیز ولګوي.

د نوموړي په وینا ټاکل شوې څلور کسیزه کمیټي به د شواهدو او پلټنو په رڼا کې دا واک او اختیار ولري چې د چا نوم د سفري بندیزونو په فهرست کې شامل کړي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم د روان کال په ستمبر میاشت کې د نږدې پنځو زرو کسانو نومونه د سفري بندیز له لیک لړه لرې کړي وو.

کارپوه ایمل خټک
کارپوه ایمل خټک

د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک د حکومت ددې ګام په هکله وائي چې په دې لیست کې زیاتره د سیاسي خلکو نومونه وو او دی ګڼي چې دغه لیستونه په سهي توګه نه وو جوړ شوي ، ځکه چې دده په وینا حکومتونو به تل د خپلو مخالفو ګوندونو سره د تړاو لرونکیو کسانو نومونه په دې لیک لړ کې شاملول.

ایمل خټک وايي داسې ښکاري چې موجوده حکومت ته د تېرو حکومتونو د کړو غلطیو پام اوړیدلی نو ځکه د زرګونو کسانو نومونه د سفري بندیز له لیسته لرې کوي.

خو د قانوني چارو کارپوه افتخار ګیلاني بیا وايي چې تراوسه حکومت سره څه سهي طریقه کار نه و او په دې لیسټ کې بغیر د عدالت له حکمه، د ډیرو خلکو نومونه اچول کېدل، نو دغوخلکو سره عدالت ته د رجوع کولو واک شته.

XS
SM
MD
LG