د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پوهنتون ۲۷ زده کوونکي ونيول شول


د ننګرهار پوهنتون زده کوونکو پخوا هم ورته مظاهرې کړي دي.
د ننګرهار پوهنتون زده کوونکو پخوا هم ورته مظاهرې کړي دي.

افغان چارواکي وايي غواړي تعليمي ادارې د سخت دريځۍ او ترهګرو له اغېز څخه پاکې وساتي نو ځکه يې د ننګرهار په پوهنتون کې په تازه عملياتو کې ګڼ هغه زده کوونکي نيولي دي چې د وسله والو سره اړيکې لري.

افغان چارواکي وايي د ننګرهار پوهنتون اوه ويشت زده کوونکي د طالبانو او داعش وسله والو ډلو سره د همکارۍ او تړاو په تور نيولي دي.

دا کسان يوه اونۍ مخکې شوې حکومت ضد هغې مظاهرې وروسته نيول شوي چې دوی پکې د طالبانو او داعش د جنډو يا بيرغونو په رپولو سره د هغوی په حق او حکومت پر خلاف شعارونه ورکول. پرون ناوخته د ننګرهار والي سليم کندوزي جلال اباد کې خبريالانو ته وويل:

((دي اوه ويشت کسانو سره په ليليه (هاسټل) کې داسې مواد موندل شوي چې وسله والو ډلو سره د دوی تړاو ثابتوي. د نظام ضد ليکنې او نور مواد نيول شوي دي. دا عمليات د مرکز سره په هم آهنګۍ شوي دي.))

تحقيقات روان دي او که د کوم استاد خلاف ثبوتونه وو، هغه به هم نه پريښودل کيږي.

ياده دي وي چې دي وروستيوو کې مطبوعاتو په ننګرهار پوهنتون کې د سخت دريځۍ په اړه ګڼ رپورټونه خپاره کړې وو. کارپوهانو پر حکومت تنقيد کړی وو چې ولې زده کوونکي دومره جرات ته پريږدي چې په رڼا ورځ دې د جلال اباد په ښار کې د طالب او داعش وسله والو په حق کې مظاهرې وکړي.

ځينو مطبوعاتي رپورټونو کې راغلي وو چې ننګرهار پوهنتون کې ځيني سخت دريځه استادان د زده کوونکو د سخت دریځه کولو تر شا دي.

سليم کندوزي وويل چې په دې اړه يې تحقيقات روان دي او که د کوم استاد خلاف ثبوتونه وو، هغه به هم نه پريښودل کيږي. نوموړي زياته کړه: ((موږ د ننګرهار د امنيت لپاره غواړو چې د ننګرهار پوهنتون له سولې او امن ډک ځای وي.))

د ننګرهار ولايت امنيې قوماندان جنرل فضل احمد شيرزاد بيا خبريالانو ته وويل چې په نيول شوو زده کوونکي کې دوه يې د ننګرهار ولايت او پنځه ويشت يې د هيواد د نورو سيمو سره تعلق لري.

پرون د افغانستان استخباراتي ادارې، ملي امنيت (NDS) په همدې تړاو يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نيول شوي زده کوونکي د دښمن په ګټه د دولت ضد خوځښتونو اصلي عاملين دي. خبرپاڼه زياتوي چې شوي عمليات د پوليسو او ملي امنيت د ځواکونو له خوا د ننګرهار پوهنتون د زده کوونکو تر منځ د دښمن له نفوذ څخه د مخنیوي په هدف په لاره اچول شوي وو.

تېره اوونۍ د ننګرهار پوهنتون یو شمېر زده کوونکو چې سپينې ټوټې يې پر سرونو تړلې وي، په هاسټل يا ليليه کې د خوراکي موادو او نورو ستونزو د حل لپاره مظاهره وکړه خو د احتجاج پر مهال يې د افغانستان ملي بيرغ وغورځاوه او د طالبانو او داعش هغه يې پورته کړل.

د ننګرهار پوهنتون د دې مسلې د څيړلو لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا يو پلاوی هم ننګرهار ته ليږل شوی دی.

XS
SM
MD
LG