د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحیل شریف د امریکې د سفر پر مهال د امريکې د دفاع وزیر ایشټن کارټر سره د سيمې د امنيت او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه خبرې اترې کړي دي. د پاکستاني پوځ له خوا پرون خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکې د دفاع وزير وويل چې د پاکستان سره د اړيکو احترام کوي او دا تعلقات د کوم بل هيواد سره د اړيکو په تناظر کې نه ټاکل کيږي.
د پاکستاني پوځ د عامو اړيکو څانگې آيي ایس پې آر په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې جنرل راحېل شريف د امريکې دفاع وزير ايشټن کارټر ته وويل چې له پاکستانه به د ترهګرۍ جرړې د قامي اتفاق په مټ وباسي.
د پاکستان پوځ غواړي د افغانستان او هند اړونده بهرني پاليسي په خپل کنټرول کې ولري.
پرون جنرل راحېل شريف د امريکې د جاسوسي ادارې CIA د مشر، جان برينن سره هم ليدلي وو او د پوځ د مطبوعاتي ادارې ISPR پرونۍ خبرپاڼې ترمخه د افغانستان د سولې د بهير په اړه يې ورسره خبرې کړي وي.
جنرال راحېل شريف د امريکې د ګډو ځواکونو قوماندان جوزيف ډنفورډ او نورو امريکايي پوځي قوماندانانو سره هم ليده کاته کړي دي.
ياده دي وي چې د دې سفر مخکې مطبوعاتو رپورټونه خپاره کړل چې راحېل شريف د امريکې په بلنه واشنګټن ته نه دی ورغی. د رپورټونو ترمخه د امريکې دفاع وزارت ويلي وو چې جنرل راحېل شريف دا سفر او امريکايي چارواکو سره ملاقاتونه د هغه خواهش وو.
امريکې ته د پاکستاني پوځ مشر، جنرل راحېل شريف سفر، واشنګټن ته د وزيراعظم نواز شريف د سفر يوه مياشت وروسته تر سره کيږي. د سياسي چارو کارپوه محمد تقي وايي په دومره لنډه موده کې د دوو پاکستاني مهمو مشرانو سفرونو معنی دا ده چې پوځ په ولسي حکومت باور نه کوي. نوموړی زياتوي چې د پاکستان پوځ غواړي د افغانستان او هند اړونده بهرني پاليسي په خپل کنټرول کې ولري.