د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستانیو ځواکونو د ٢٨ بلوڅ مېرمنو د تښتول کېدو ادعا


د بلوچستان بولان او شاوخوا سيمو مېرمنو په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ويلي چي پاکستانيو امنيتي ځواکونو دوې اوونۍ مخکې د عملياتو په وخت له کورونو د نارينه وو په شمول شاوخوا دېرش ښځې او ماشومان هم له ځانه سره بېولي او تر اوسه يې د مړي ژوندي درک نه شته،

د بلوچستان بولان او شاوخوا سيمو مېرمنو په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې پاکستانيو امنيتي ځواکونو دوې اوونۍ مخکې د عملياتو په وخت له کورونو د نارينه وو په شمول شاوخوا دېرش ښځې او ماشومان هم له ځانه سره بېولي او تر اوسه يې د مړي ژوندي درک نه شته، خو د بلوچستان ملېشه ځواکونه بيا دا تورونه ردوي او وايي دوى په بلوڅ مېشتو سيمو کې يواځې په وسلوالو پسې د پلټنې عمليات کوي او بېګناه ملک نه ځوروي.

د بلوچستان د اوسنې ايالتي حکومت په تېره دوه کلنه موده کې تر بل هر وخت د بلوڅانو په سيمو کې په وسله والو پسې د پلټنې عمليات زيات شوي دي.

د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په بولان او شاوخوا سيمو کې هم له تېرو څو اوونۍ راهيسې په وسله والو پسې د ملېشه ځواکونو پلټنه دوام لري، چې په ترڅ کې يې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې ادعاوې هم شوې دي، خو د سيمو خلک وايي چې په دغو عملياتو کې بېګناه او عالم هم وژل کېږي او تښتول کېږي.

په کوټه کې بلوڅو مېرمنو د چارشنبې پر ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې پر ملېشه ځواکونو تور ولګاوه، چې وايي په عملياتو کې يې د دوى د خپلوانو کورونه او کروندې سوځولي، پسونه يې وژلي او يا له ځانه سره وړي او په لسګونو نارينه يې- چې وايي اکثر بزګر وو- وژلي دي.

د بشري حقونو يوې فعالې هورام بلوڅې ازادي راډيو ته وويل چې په دغو عملياتو کې هيلوکوپټر هم د بلوڅو پر کورونو بمبارۍ کوي:

«هلته چې د سکرو کانونه دي نارينه وو په دغو کانونو کې کار کاوه، هغه يې هم له ځانه سره وړي دي، مالداري او پسونه يې يا په ډزو وژلي يا يې له ځانه سره په لاريو کې وړي دي، تاسې د هغه ځاى منظر په عکسونو کې و ګورئ تاسې به فکر کوئ چې دا بلوچستان نه فلسطين دى، هر ځاى سوځېدلي کورونه په عکسونو کې مالومېږي»

په پاکستاني رسنيو کې د بلوڅو په سيمو کې د عملياتو په ترڅ کې د تلفاتو په اړه کره مالومات نه خپرېږي او نه هم خبريالانو ته د دغو سيمو د ليدنو اجازه ورکول کېږي، ځکه نو په عملياتو کې د مرګ ژوبلې او نورو تاوانانو ضد و نقيض ادعاوې کېږي.

دغه بلوڅې مېرمنې وايي چې د بولان په مارواړ، لکړ، کورکري، ګوزي، بزګر، پلکړي، سنجاول او ځينو نورو سيمو کې په وروستيو عملياتو کې شاوخوا د څو کورنيو ښځې هم وړل شوې دي، چې وايي لا تر اوسه ترى تم دي:

«له درو څلورو اوونيو چې کوم عمليات کېږي، ډېرې بلوڅې مېرمنې پکې تښتول شوې دي، يوه سپين سرې اتياکلنه معيوبه مېرمن خو پکې و هم وژل شوه، چي څومره کروندې او کورونه وو ټول و سوځول شول، پر يوه وخت شپږ اووه هيلوکوپټر بمبارۍ کوي، د هغو سيمو لارې په بشپړه توګه تړلې دي، تر اوسه د اووه ويشت- اته ويشت مېرمنو نومونه تر موږه را رسېدلي چې له خپلو بچيو سره تښتول شوې دي»

د يادونې وړ ده چې د روان کال له پيله راهيسې د بلوڅانو په اکثرو هغو سيمو کې- چې خپلواکي غوښتونکي بلوڅان پکې فعال دي- ملېشه ځواکونه پرله پسې د پلټنې عمليات کوي، چې په نتيجه کې يې د لسګونو وسلوالو د وژل کېدو او د سلګونو نورو د نيول کېدو ادعا شوې ده، خو دا لومړى ځل دى چې د عملياتو په ترڅ کې د لسګونو بلوڅو مېرمنو او ماشومانو د ترى تم کېدو ادعا کېږي.

د بلوچستان ملېشه ځواکونو تل دا ډول ادعاوې پر دوى بېځايه تور بللى، چې ګواکې سرتېرو دي يې په عملياتو کې بېګناه خلک وژلي يا تښتولي وي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG