د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه


په ننګرهار د جنګونو له امله په هغو بې ځایه شويو ۱۶۵ کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو تر څنګ نغدي مرستې هم وويشل شوې.

په ننګرهار د جنګونو له امله په هغو بې ځایه شويو ۱۶۵ کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو تر څنګ نغدي مرستې هم وويشل شوې.

د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ریاست له لورې په هغو ۱۶۵ کورنيو د خوراکي او غير خوراکو توکو تر څنګ نغدي مرستې وويل شوې، چې د تيرو څو مياشتو په دوران کې د اچين، هسکې مينې او کوټ ولسواليو څخه د جنګونو له امله بې ځايه شوې دي.


د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنيدونکو چارو رييس غلام حیدر فقيرزي د مرستو د وېش پر مهال وويل چې دغه مرستې يې د اي، ار، سي، ډي، ار، سي، ډبيلو، ايف، پي او يونیسیار نړيوالو ادارو څخه لاسته راوړې دي:

(( دغه مرستې د ۱۶۵ کورنيو لپاره برابرې شوي دي، څه کورنۍ په دې کې دي چې هغوی ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ او يوه خيمه ورکول کيږي، ځينو کورنيو ته يوازې ۱۴۰۰۰ افغانۍ ورکول کيږي، ۸۱ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کيږي او ۴۰ کورنيو ته يونيپيک کيټ او هایجن مواد برابر شوي دي.))

له هغو کورنيو سره چې مرستې شوې وې، خوشاله ول، خو له دولت نه يې غوښتنه وکړه چې د مرستو پر ځای دې ورته په خپلو سیمو کې امن راولي، چې دوی بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( زه د اجين د تريلي يم. موږ باندې داسې جګړه راغله، چې هر څه يې رانه پاتې کړل، او همداسې راووتو، وګرځيدو، ځای نه پيدا کيدو، لاړو هلته مو په يوه کلي کې واړول، ځان باندې مو ټاټ واچاوه، او د ننه پورې هماغسې شين اسمان ته ناست يو، اوس يې چې دا خيمې راکړې، دا به هلته ووهو.))


(( زما نوم صراف ګل دی او د اچين ولسوالۍ اوسيدونکی يم. موږ ته مواد هم راکړل شول، خو موږ ته له موادو نه زیات امنیت ضرور دی، حکومت دې زموږ په سيمو کې امنیت راولي چې موږ خپلو کورونو ته ولاړ شوو.))

د دوی د غوښتنو په ځواب کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل چې دوی په کوټ او اچين ولسواليو کې ډيرې سيمې د دولت له مخالفینو پاکې کړي او بې ځایه شوي کډوال يې خپلو سيمو ته لیږدولي او هڅه يې پيل کړی چې د يادو ولسواليو نورې سیمې هم له مخالفینو پاکې کړي او بې ځايه شوي کډوال خپلو سیمو ته ولیږدوي:

(( د اچين هغو منطقو ته چې اوس تصفیه شوي، خلک خپلو منطقو ته روان دي. موږ دې کې شک نه شته چې موږ د جنګ په ساحو کې يو، ولې کوشش کوو چې کومو سيمو کې امنيت خراب وي، هغې ته ډاډمن امنيت راولو او له خلکو نه غوښتنه وکړو چې بيرته خپلو کورونو ته ولاړ شي.))

د مرستو د ويش دغه پروګرام ته د کډوالو او بیرته راستنیدونکي چارو وزير سید حسین عالمي بلخې هم راغلی و، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې ننګرهار ته يې د سفر موخه دا ده چې له بې ځايه شويو کډوالو سره وویني او مرسته يې وکړي.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې د وزرات له بودیجې نه يې د جنګونو له امله بې ځايه شويو کورنيو سره اوه میلونه افغانۍ مرسته بيلې کړې، چې دا يې د ويش لومړی پړاو دی او تر دې وروسته به هغو ټولو بې ځايه شويو ته مرستې رسول کيږي چې تر دې دمه له مرستو بې برخې دي.

د یادولو ده چې د تيرو دريو میاشتو په دوران کې له اچين، هسکې مينې او کوټ ولسواليو څخه تر څلرويشت زرو پورې کورنۍ د جنګونو له امله بې ځايه شوي چې تر نيمايي زیات يې تر دې مهاله له مرستو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG