د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي، د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د سولې پروسه کې مرسته وکړي.

د پاكستان وزیراعظم نواز شریف وايي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په کوښښونو کې د مرستو لپاره تیار دی.

د ګل په ماسخوتن د افغانستان خزانې وزیر اکلیل حکیمي د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره ولیدل. پر دېمهال د وزیراعظم نواز شریف وینا وه چې پاکستان په دې خبره یقین لري چې یو پرامنه او باثباته افغانستان نه یوازې د پاکستان بلکې د دې سیمې په ګټه دی او پاکستان غواړي چې د سولې بهیر کې خپل کردار ترسره کړي.

وزیراعظم په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان تر مینځه د دواړه خیزه تجارت زیاتولو ډیرې موقعې موجودې دي نو دواړه ملکونو له د ۲۰۱۷ تر پایه د خپلمنځي تجارت حجم ۵ اربه ډالره ته رسول پکار دي.

په دغه موقعه د افغانستان د خزانې وزیر اکلیل حکیمي وینا وه چې هېواد یې هم دا غواړی چې د دواړو ملکونو ترمینځه خپلمنځي تجارت زیات شي.

له وزیراعظم نواز شریف سره تر لیدو وړاندې په اسلام اباد کې د دواړو ملکونو د ګډ اقتصادي كميسون لسمه غونډه وشوه چې پكې د پاكستاني پلاوي مشري د خزانې وفاقی وزیر سېنېټر اسحاق ډار او د افغانستان د دیرش (۳۰) رکني پلاوي مشري د خزانې وزیر اکلیل حکیمي کوله.

تر غونډې ورستو ګډ خبري کنفرانس ته د پاکستان خزانې وفاقي وزیر سېنېټر اسحاق ډار وویل «دواړو ملکونو په دې خبره اتفاق وکړو چې د کال ۲۰۱۷ تر پایه به دوه اړخيزه تجارت حجم پنځه (۵) اربه ډالرو ته رسوي»

د نوموړي په وینا چې په غونډه کې پر دوو نویو پروژو »منصوبو» هم خبرې وشوې یو خو دا چې ترکمانستان د افغانستان له لارې پاکستان ته دوه زره مېګا واټه برېښنا «بجلۍ» ورکولو کې دلچسپي لري او په دې لړ کې د دېرشو (۳۰) کلونو لپاره قرارداد کولو ته هم تیار دی او دویم دا چې د یو نوي سړک منصوبې په باب هم موږ خبرې وکړې چې له هراته تر خضداره او بیا تر ګوادر به غځول کېږي»

د اسحاق ډار وینا وه چې پاكستان په افغانستان كې د بنيادي ودانۍ، تعليم، روغتيا، سړكونو او د اورګاډوپه څانګو كې د پروژو ترسره كولو تکل لري.

خبري غونډې ته د افغانستان خزانې وزیر اکلیل حکیمي وویل، «د پاکستان ــ افغانستان ګډ اقتصادي کمیشن په تېرو غونډو کې پر شویو پرېکړو ګام اخیستنه ځنډنۍ شوې ده خو اوس دواړه غاړې پر دې سلا شوې دي چې متعلقه وزارتونه به په میاشت کې یو ځل د ویډیو کنفرانس له لارې له یو بل سره خبرې کوي او دا به یقیني کوي چې په کومو خبرو دوی سلا شوي ول چې پر هغو په صحیح توګه عملدرآمد روان دی او که نه او زه پرامیده یم چې انشاءالله ډېر ژر به د دې ښه نتیجې راووځي»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د شریک اقتصادي کمیشن نهمه (۹) غونډه د پروسږ کال په فرورۍ میاشت کې په کابل کې شوې وه او دا ټاکل شوې وه چې لسمه غونډه به د روان کال په اګست میاشت کې په اسلام آباد کې کېږي خو د دواړه ملکونو ترمینځه د خرابو تعلقاتو په وجه افغانستان پر عین موقعه په غونډه کې له برخې اخیستو انکار وکړ.

XS
SM
MD
LG