د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د ترهګرۍ په تور یو پاکستاني ته ۴۰ کاله سزا


د امریکا یوه عدالت ۲۹ کلن عابد نصیر ته تر ۴۰ کلونو بند سزا واوروله
د امریکا یوه عدالت ۲۹ کلن عابد نصیر ته تر ۴۰ کلونو بند سزا واوروله

د امريکا کمانډو ځواکونو ته د عابد نصیر په اړه ثبوتونه په ۲۰۱۱ کال په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په عملياتو کې په لاس ورغلي ول.

یوه امریکایي عدالت يو پاکستاني وګړي ته په يورپ او امريکا کې د ترهګرو بريدونو پلانولو په تور تر ۴۰ کلونو د بند سزا اورولې ده.

۲۹ کلن عابد نصیر ته دا سزا پرون «نهې ورځ» په نیویارک کې يو وفاقي جج واوروله. په مارچ مياشت کې يو وفاقي عدالت نصير تورن کړ چې په امريکا، بریتانیا او ډنمارک کې یې د بمي بریدونو تر سره کولو لپاره له القاعده ډلې سره کار کاوه.

نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې په بریتانیا کې ونیول شو او په ۲۰۱۳ کال کې امریکا ته وليږل شو. پر هغه تور وو چې د القاعدې ډلې د هغه برخې مشري يې کوله چې په مانچسټر کې یې پر یوه لوی پلورنځي «شاپينګ مال»، د نیویارک ځمکلاند اورګاډۍ «مېټرو» او د کوپن هاګن پر يوې ورځپاڼې د بريدونو تکل کړی وو.

په هغو ثبوتونو کې چې نصیر دغو ناکامو هڅو سره تړي، هغه ليکونه شامل دي چې په ۲۰۱۱ کال کې پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په عملياتو کې د امريکا کمانډو ځواکونو ته په لاس ورغلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG