د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ناروغه هنرمندانو سره میاشتنۍ ۳۰ زره مرسته


سندرغاړی خان تحصیل هم ناروغه ده
سندرغاړی خان تحصیل هم ناروغه ده

د پښتو سندرغاړی استاد احمد ګل وايي، د مياشتنۍ مرستې تر لاسه کولو لپاره يې له حکومت سره درخواست جمع کړی دی او په خبره يې خوښ دی چې حکومت د هنرمندانو ستونزو هوارولو ته پام وکړ.

د خيبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د صوبې بې وزله او ناروغه هنرمندانو ته به د مياشتې ۳۰ زره روپۍ د مرستې په توګه ورکوي.

د کلتوري چارو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير پخوانی سلاکار امجد اپريدی وايي چې د سيمې هنرمندانو ته د مياشتنيو مرستو ورکولو کار به په نيږدې راتلونکي کې پيل شي.

د نوموړي په خبره، حکومت پر مياشتنيو پيسو سربېره ځينو ناروغه سندرغاړو ته د هغو د درملنې لپاره لاکونه روپۍ هم ورکړې دي.

«هغه هنرمندان چې د خپل خراب روغتيايي وضيعت له وجې هنري فعاليتونه پر مخ نشي وړای، موږ به هغوی ته د مياشتې ۳۰ زره روپۍ ورکوو. دا د صوبې تقريباً ۵۰۰ کسان دي چې د پښتني ادب، موسيقۍ او انځورګرۍ په برخو کې يې نومونه ګټلي دي.

له دې پرته، ما ۱۴ لاکه روپۍ د هنرمندانو تر مينځ ووېشلې. هدایت الله ته مې ۵ لاکه روپۍ ورکړې، څو ورځې وړاندې مې وږمې ته دوه لاکه روپۍ ورکړې. دا د صوبې پر حکومت د دغو فنکارانو حق دی. تر راتلونکې جون مياشت پورې به دا مياشتنۍ پيسې هنرمندانو ته ورکول کيږي، او تر هغې وروسته به هم د مرستو دا لړۍ دوام وکړي»

بايد وويل شي چې د دې رپورټ له بشپړېدو لږې ورځې وړاندې امجد اپرېدی د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير د سلاکار له دندې ګوښه کړل شو.

د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد او د خيبر پښتونخوا پر هنرمندانو د مرستو وېشلو لپاره د حکومتي کمېټې غړی اباسين يوسفزی، په داسې حال کې چې د حکومت دغه اقدام ستايي، د کلتور محکمې د مشر « ډايرکټر» په توګه د يوه پخواني بيوروکريټ اعظم خان د تقررۍ په يادولو سره هيله ښيي چې له کلتور وزارت څخه د امجد اپرېدي تګ به د پښتني کلتور د ودې او د هنرمندانو د خېرښېګڼې لپاره پيل شوي حکومتي کارونه اغېزمن نه کړي.

«دا يو تاريخي ګام دی چې حکومت واخيست. زموږ فنکاران به خپلو بچيو ته د خوړو، تعليم او همداراز استوګنې برابرولو له غمونه يو څه خلاص شي. خلکو بافاعده درخواستونه راليږلي دي، فهرستونه ساز شوي دي، مختلفې کمېټې جوړې شوې دي او دغه کارونه به پرمخ وړل کېږي. د امجد صيب له تګ سره یقيناً چې نقصان وشو. خو دا ده چې که اعظم خان صيب لرې کړل شو، او د هغه په څېر سړی رانغلو، نو دا کارونه ښايي په ټپه ودرېږي»

د پښتو سندرغاړی استاد احمد ګل وايي، د مياشتنۍ مرستې تر لاسه کولو لپاره يې له حکومت سره درخواست جمع کړی دی او په خبره يې خوښ دی چې حکومت د هنرمندانو ستونزو هوارولو ته پام وکړ.

نوموړی پر مياشتنيو پيسو سربېره له حکومته د نورو مرستو غوښتونکی هم دی.

«فارمونه مو ورکړل، د مياشتې به ۳۰ زره روپۍ راکوي. دا د خدای ډېر کرم وشو. خو موږ وايو چې د وړيا درملنې اسانتيا دې راکړل شي. زموږ بله غوښتنه دا ده چې موږ ته دې ځايونه راکړل شي، لږ تر لږه يو ۵ مرلې ځای دې راکړي چې سر مو په سيوري وي. په کار ده چې موږ ته سرکاري ځای راکړي او راته يې اباد هم کړي»

د سيمې هنرمندان او فرهنګيان د خېبر پښتونخوا له حکومته د بې وزله او ناروغه هنرمندانو لپاره د دوامداره مرستو غوښتونکي دي. د دوی په خبره، حکومت د موسيقۍ او کلتوري غونډو په جوړولو سره کولای شي د سيمې د ناامنۍ پېښو ځپلي ولس ته د ساعت تېرۍ مثبتې موقعې په لاس ورکړي.

سندرغاړې وږمه دا مهال سخته ناروغه ده
سندرغاړې وږمه دا مهال سخته ناروغه ده

XS
SM
MD
LG