د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په زوره د مذهب بدلولو مخه دې ونیول شي"


په سیند کې دغه هندواڼۍ نجلۍ په زوره خپل مذمب ته اړوېستل شوې وه
په سیند کې دغه هندواڼۍ نجلۍ په زوره خپل مذمب ته اړوېستل شوې وه

«موږ له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې باندې قانون سازي وکړي ځکه چې په سیند صوبه کې دا ډیره زیاته مسله ده هلته هندواڼۍ ښځې په زوره مذهب بدلولو ته اړ ړېستل کېږي»

د بشري حقونو لپاره د سینیټ قایمه کمیټۍ حکومت ته ویلي دي چې د اقلیتونو سره په زور د ودونو او د مذهب بدلولو مخنیوي لپاره دې قانونسازي وکړي او په دې لړ کې چې په قامي اسمبلي کې یو وړاندې شوی بل دی، هغه دې منظور کړل شي.

په اسلام اباد کې د شورو په ماښام د بشري حقونو لپاره د سېنېټ قایمه کمیټۍ غوڼده کې چیرپرسن نسرین جلیل له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د اقلیتونو له نجونو سره په زور ودونه کېږي او په زور یې د مذهب بدلولو هڅې کېږي. باید چې حکومت د دې لپاره قانونسازي وکړي او کوم بل چې په اسمبلۍ کې وړاندې شوی دی هغه په متفقه توګه منظور کړي.

په دې حواله د کمیټۍ غړې سینیټرې ستار ایاز مشال راډیو ته وویل:

«وږ له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې باندې قانون سازي وکړي ځکه چې په سیند صوبه کې دا ډیره زیاته مسله ده هلته هندواڼۍ ښځې په زوره مذهب بدلولو ته اړ ړېستل کېږي او بیا ورسره ودونه کېږي. نو په دې غونډه کې له حکومته دا غوښتنه وشوه چې د هندوانو ودونو قانون مسوده چې اسمبلۍ ته وړاندې شوې ده هغه دې منظور کړل شي او په دغه بل باندې ریټایرډ جسټس بهګوان داس او رمیش کمار ډیر کار کړ دی او د هغې په رڼا کې دې حکومت ژر تر ژره کار وکړي»

کله چې مشال راډیو د بشري حقونو د یو تنظیم عورټ فاونډیشن له مشر عاصم ملکه وپوښتل نو هغه وویل چې په پاکستان کې او په خصوصي توګه په سیند صوبه کې دا رنګ ډېرې پېښې مخې ته راغلې دي چې له کبله يې د هندو برادرۍ خلک له پاکستانه تللي دي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړي زیاته کړه:

«که تاسو وګورئ نو څه موده وړاندې په ډېر لوی شمېر کې ځینې اقلیتونه ګاونډي ملک ته کډه شوي دي او د هغې وجه دا وه چې دلته ځینې داسې پېښې وشوې نو د دې د مخنیوي لپاره په قامي اسمبلۍ کې یو بل جمع شو او په دغه بل باندې هم بحث نه دي شوې نو زه ګڼم تر څو چې دغه بل نه وي منل شوی په دا رنګ پېښو قابو موندل ګران کار دی. ګورئ په اسلام کې هم دا دی چې تاسو له لور خور نه تپوس ونکړي او هغه چرته واده کړي نو سمه خبره نه ده. نو اسلام هم دا وائ ، بشري حقونه هم دا وايي او د نړۍ قانون هم دا وايي چې د یو چا له خوښې پرته له هغه سره زور زبردستي کول د بشري حقونو ضد عمل دی»

یاده دې وي چې د نهې په ورځ د اقلیتونو لپاره د پارلمان غړي داسمبلۍ د غونډې دوران په نکته اعتراض باندې ویلي و چې د اقلیتونو د بچو په زور د مذهب بدلولو او د ودونو پښې ورځ په ورځ زیاتیږي او له دې به پاکستان ته زیان ورسي باید چې د دې مخنیوې وشي

دا دې هم یاده وي چې د هندو برادرئ سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلئ غړي رامیش کمار څه وخت وړاندې په قامي اسمبلئ کې ویلي و چې په پاکستان کې د زور او زیاتې له وجې هر کال ۵۰۰۰ هندوان له پاکستانه کډه کوي.

XS
SM
MD
LG