د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د الله نظر په ګډون له هر بلوڅ وسله وال سره خبرو ته تیار یو"


د بلږچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی
د بلږچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی

د بلوچستان صوبايي وزير سرفراز بګټي له مشال راډيو سره په ځانګړي خبرو کې وويل چې حکومت د تل لپاره له ټولو بلوڅ وسلوالو ډلو سره مذاکراتو ته تيار دی.

د بلوچستان کورنیو چارو وزير سرفراز بګتي د ډاکټر الله نظر پشمول ټولو بلوڅ بيلتونغوښتونکو تنظميونو ته د امن مذاکراتو بلنه ورکړې ده. د بلوچستان صوبايي حکومت د امن مذاکراتو وړانديز په داسې حال کې کوي چې د زيارت په ورځ د بلوڅ بېلتونپالو د یوې ډلې مهم قومندان ډاکتر الله نظر ویډیو خپره شوې چې پکې نوموړي ویلي، ژوندی دی او د خپلواکۍ مبارزه یې د پخوا په څېر روانه ده.

صوبايي وزير سرفراز بګټي له مشال راډيو سره په ځانګړي خبرو کې وويل چې حکومت د تل لپاره له ټولو بلوڅ وسلوالو ډلو سره مذاکراتو ته تيار دی.

ده وويل:

((بالکل، چې څوک هم وي، ګورئ، په نړۍ کې چې هر ځای هم جګړه ده، هغه د خبرو اترو له لارې حلېږي، نو دا ښه خبره ده. زموږ د خبرو اترو وړانديز اوس هم پر خپلځای موجود دي. د الله نظر پشمول هغه ټولو ترهګرو تنظميونه ته، چې د بلوڅ قوميت په نامه تشدد کوي، موږ هغوی ته يو ځل بيا د مذاکراتو بلنه ورکوو.))

سرفراز بګټي په خبرو کې دا هم وويل چې د ډاکټر الله نظر د ويډيو د تصديق عمل نه دی شورو شوی، خو داسې ښکاري چې دا ويډيو اصلي ده.

ده زياته کړه:

«د ويډيو د تصديق مرحله نه ده شورو شوې. موږ په دې اړه پلټني کوو، زموږ فارنسیک ليبارټري په دي کار کوي چې آيا دا ويډيو جعلي خو نه ده. دا به تر وخت مخکې خبره وي، چې آيا دا ويډيو جعلي ده او که اصلي. په ظاهره ښکاري چې دا ويډيو اپ لوډ کړل شوې ده، دا به صیحح وي.))

په تېر اګست مياشت کې د بلوچستان حکومت او ملېشه ځواکونو مشر په عملیاتو کې د بلوچ لېبرېشن فرنټ د مشر ډاکتر الله نظر بلوڅ د وژنې دعوه کړې وه.

په دي اړه سرفراز بګټي وويل چې په هغه وخت کې نوموړي دا خبره کړې وه، چې د غير مصدقه اطلاعاتو له مخې ډاکټر الله نظر بلوڅ وژل شوی دي. دا ویډیو د زيارت په ورځ په ويميو نومې وېبپاڼه خپره شوه.

په ويډيو کې ښکاري چې ډاکټر الله نظر د يوه غره په لمن کې ناست دی، او ورسره جي ــ تري توپک دی. په ويډيو کې چې پينځه منټه ده، ډاکټر الله نظر په بلوڅی ژبه خبري کوي. نوموړي په ويډيو کې ويلي دي، چې د يو کس په مرګ تحريکونه نه ختمېږي.

په اسلام اباد کې د يوې څېړنيزي ادارې مشر امتياز ګل له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ډاکټر الله نظر ويډيو رابرسيره کېدو سره په بلوچستان کې د پخلانيي بهير اغيزمن کېدای نشي.

ده زياته کړه.

((زه ګومان نه کومه چې له دې به پر حکومتي هلو ځلو څه اثر پرېوځي، ځکه هغه خلک چې پخوا له الله نظر سره مله ول، هغوی دا وخت په حکومت کې دي. د صوبي وزيراعلي او نور ملګري په همدغه پارټۍ کې وو، هغوی د آزاد بلوچستان خبرې کولې، خو اوس هغوی په واک کې دي، او کوښښ کوي چې نور خلک هم له ځان سره شامل کړي. ځکه زما په فکر په دې ويډيو سره به په هغو کوښښونو څه فرق نه پرېوځي.))

کارپوه امتياز ګل وويل، د بلوڅانو مختلف تنظميونو په يوه خله نه دي، ځکه چې حکومت له ځينو سره د مذاکراتو عمل شورو کړی دی.

بلخوا په کوټه کې خبريال او کارپو شهزاده ذوالفقار له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، بلوڅ لبريشن فرنټ د صوبې په لوی ساحه کې نفوذ لري، او په دې تازه ويډيو سره به پر روانو خبرو اترو ډېر اغيز پرېوځي.

شهزاده ذوالفقار زياته کړه چې د حکومتي مذاکراتو عمل او د ډاکتر الله نظر ويډيو يو بحث شورو کولی شي، ځکه چې تر دې ويډيو وړاندي د داکټر الله نظر پلويانو دریځ کمزوری ښکارېدو، خو اوس حالات جلا دي.

XS
SM
MD
LG