د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، د وسله والو مرسته او افغانستان ته يې ليږل


ډاکټر محمد تقي
ډاکټر محمد تقي

ډاکټر محمد تقي په ډیلي ټایمز کې په خپله مقاله کې لیکي چې د افغانستان د ستونزې سیاسي هواری د پاکستان او افغانستان دواړه هیوادونو په ګټه دی او باید ددغې لپاره عملي کار وشي.

ډيلي ټايمز ورځپاڼه کې ډاکټر محمد تقي لیکي په داسې حال کې چې دې وروستيوو کې د پاکستان د پوځ مشر په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې په دې خبره زور ورکړ چې سیمه کې د امنیت په اړه د خبرو لپاره دې باید یو ښه حالت رامنځ ته کړل شي، د خیبر پښتونخوا کوز دیر سیمې ته له افغانستانه د هغه ۲۲ وسله والو مړي راوړل شو چې هلته د امریکايي ډرون په برید کې اویا د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي وو.

لیکوال پوښتنه راپورته کوي چې که چیرې د کرښې دې اړخ ته د وسله والو ډلو مرسته کیږي او بیا افغانستان ته د جنګ لپاره لیږل کیږي نو د خبرو اترو لپاره یو سازګار ماحول څنګه رامنځ ته کیدی شي؟

که چیرې د کرښې دې اړخ ته د وسله والو ډلو مرسته کیږي او بیا افغانستان ته د جنګ لپاره لیږل کیږي نو د خبرو اترو لپاره یو سازګار ماحول څنګه رامنځ ته کیدی شي؟

ورځپاڼه ليکي چې د دغه وژل شوو وسله والو جنازې هم وشوې او د جهاد لپاره پکې شعارونه هم ورکړل شو خو د پاکستان چارواکو پرې هیڅ هم اونه ویل. د لیکوال په خبره دا ډیره د غیر ذمه وارۍ خبره ده .

نوموړی وايي د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د بیلابیلو سخت دریځو ډلو وسله وال د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې خواره شوي دي. پاکستان که د افغانستان په اړه څه فکر نه لري نو خپل غم خو دې وکړي.

بل په امریکه کې خبریالانو ته د وینا په وخت د پوځ ویاند ویلي وو چې په پاکستان کې به د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سیورې هم پرینږدي نو د دا څوکاله وړاندې چې طالبانو د اسلامي دولت د وسله والو په شان خلک حلالول نو په دغه شکل کې خو دا ډله د وړاندې نه دلته وجود لري.

ډاکټر محمد تقي په پای کې لیکي چې د افغانستان د ستونزې سیاسي هواری یوازې د افغانستان نه بلکه د پاکستان هم په ګټه دی. په پاکستان کې تر لسیزو خلک سخت دریځۍ پلو رابلل شوي دي او جهادي نظریې ښه په زور کې دي. د ډاکټر تقي په خبره کې دې وسله والو ډلو ته د بیا راټولیدو او منظم کیدو موقعه ورکړل شي نو دا به د ځان وژنې برابر وي.

يادښت: ​دا په ډيلي ټايمز کې د سياسي چارو شنونکي ډاکټر محمد تقي وروستئ ليکنه ده. هغه په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د پاکستان دغه ورځپاڼې نوموړي ته ويلي چې نور د هغه مقالې ځکه نه شي چاپولی چې پر هغوی فشار دی. هغه زياته کړي چې نوموړي کوشش کاوه په هغه څه ليکنې وکړي چې پاکستان کې پرې بحث نه کيږي خو د پاکستان پوځ يې مخه ونيوله.

XS
SM
MD
LG