د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو شمېر مېرمنې وايي د قبایلي سیمو د اصلاحاتو کمیټۍ کې دې مېرمنې شاملې شي


فایل فوټو
فایل فوټو

په داسې حال کې چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره داعلا پایې یوه کمیټي ټاکلې، د قبایلي سیمو مېرمنې وايي په دې لړ کې ددوی نظر نه اخیستل کیږي او دا راز به د اصلاحاتو باوجود ددوی مسئلې په ځای پاتې شي، دوی غوښتنه کوي چې په دې عمل کې د قبایلي مېرمنو شاملول ډېر مهم دي. یاده کمیټي به خپله راتلونکې غونډه د دسمبر په لسمه نیټه کوي.

دا چې بیلا بیل سیاسي ګوندونه د قبایلي میرمنو دې غوښتنې څنګه ګوري؟ د خېبرپښتونخوا په صوباي اسمبلۍ کې د قامي وطن پارټۍ غړې معراج همایون خان په دې هکله وايي :

د فاټا د اصلاحاتو خبرې کیږي ، اوس چې په دې کې د ښځو غږ نه وي نودا به څنګه اصلاحات وي ؟

« په موجوده حالاتو کې دا ډېره مهمه ده چې د فاټا اصلاحاتو ته په هرڅه اولیت ورکړل شي او کله چې مونږ د فاټا خبره کوو نو دا تشې د زمکې یا اسمان نه بلکه د انسانانو د حقونو او ښیګړې لپاره کوو اوس چې په دې کې د ښځو غږ نه وي نودا به څنګه اصلاحات وي ؟ ځکه چې د ښځو به مسئلو یوازې ښځې پوهیږي. »

نوموړې زیاتوي ، پکار دي چې ټول سیاسي ګوندونه په قبایلي سیمو کې د مېرمنو لپاره خپلې څانګې فعالې کړي. هلته د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې او د جماعت اسلامي د خېبرپښتونخوا د ښځو د څانګې مشره عنایت بیګم وايي د ښځو د رایې نه بغېر په قبایلی سیمو کې اصلاحات به ګټه ور نه وي.

اسلام ښځو ته ډېر اهمیت ورکوي او وايي چې ښځې نیم انسانیت دی

« ځنې خلک دا خبره په دین پورې تړي او وايي چې ګني اسلام ښځو ته اهمیت نه ورکوي، دهغوي رایو ته اهمیت نه ورکوي خو دا غلطه ده. بلکه په دې خبره د اسلام بدنامي کیږي.اسلام ښځو ته ډېر اهمیت ورکوي او وايي چې ښځې نیم انسانیت دی. اوس د یوې سیمې د نیمو خلکو لپاره قانون جوړول او نیم پریښودل انصاف نه دی. دا راز که په دې اصلاحاتو کې دښځو برخه نه وي نو معنا دا چې حکومت د ښځو مسایل حل کول نه غواړي»

نوموړې وړاندې وویل چې جماعت اسلامي په قبایلي سیمو کې د ښځو څانګې لپاره تنظیم سازي شورو کړې ده. دا راز په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړې عایشه ګلالۍ وايي چې ددوي ګوند د قبایلي سیمو ښځینه کارکوونکو ته په تنظیمي ډهانچه کې هم ډېر اهمیت ورکوي.

عایشه ګلالۍ
عایشه ګلالۍ

« موږ په قبایلي سیمو کې د ښځو تنظیم سازي شورو کړې ده. دا راز په پارټۍ کې دننه چې د فاټا اصلاحاتو لپاره څومره خبرې کیږي په هغې کې د فاټا ښځو ته پوره نمایندګي ورکول کیږي. او زما پشمول ټولې قبایلي ښځې دې لړ کې خپل کردار ترسره کوي. ما هم د خپل ګوند مشر عمران خان ته په دې لړ کې یو شمېر وړاندیزونه کړي. »

بلخوا دقامي اسمبلۍ غړې او د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند د ښځو دڅانګې مشره نعیمه کشور وايي ددوي ګوند په مؤثره توګه د قبایلي سیمو د ښځو د غږ پورته کولو لپاره هڅې کوي.

« زموږ کوشش روان دی، هلته زموږ مدارس دي، د ګوند څانګې لرو، نو ځګه د ښځو څانګه هم پکې شتون لري. خو اوس چې قبایلي سیمو ته سیاسي هلې ځلې وغزیدې نو له دې سره به زمونږ د ښځو څانګه نوره هم فعاله شي.»

نوموړې په دې نظر ده چې د قبایلي سیمو د ښځو غږ به هله پارلیمان ته رسیږي چې دوی په سیاسي عمل کې ګډون وکړي. خو د قامي اسبملۍ پخوانۍ غړې او دعوامي نېشنل ګوند یوه مشره بشرا ګوهر وايي ددوي په منشور کې ښځې د سړو سره برابر حثیت او رول لري او د تکړه قبایلي خوېندو ټولنه کې هم زیاتره ددوي د ګوند ښځې شاملې دي.

« د هرې قبایلي ایجنسۍ او بیا د تپې پورې زمونږ د ګوند نمایندګي شته او تنظیمونه هم لرو چې پکې ښځې برابره ونډه لري. زمونږ په صوبايي کونسل کې هم د فاټا لپاره یوه زنانه نایب مشره ده او دا راز یوه قبایلي ښځه جاینټ سیکټري ده.»

د سیاسي چارو پوهان وايي په قبایلي سیمو کې اصلاحات او په هغې کې ښځو ته برخه ورکول د ټولو سیاسي ګوندونو لپاره امتحان دی چې په راتلونکي کې به په یادو سیمو کې ددوي د بریالي توب پیمانه وي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG