د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت دوه نیم کلنې دورې ته کتنه


د بلوچستان اسمبلۍ
د بلوچستان اسمبلۍ

"د امنيت وضع د تېر حکومت په مقابله کې په دې حکومت کې ښه شوې ده. البته دا درته ویلی شم، چې اوس هم موږ زیات خوشبینه نه یو. ننګونې یا چيلنجونه ډېر زیات دي."

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ۱۱مۍ تر ټولټاکنو وروسته د جوړ شوي ایتلافي حکومت دوه نیم کاله پوره کېږي. دا چې دې حکومت په تېر دوه کاله کې څه کړي او کومې نيمګړتیاوې لري.د مشال راډيو همکار خدای نور ناصر ورته کتنه کړې.

د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشری کې د بلوچستان صوبايي حکومت دوه نیم کاله په پوره کېدو دي. حکومت او حکومتي ګوندونه وايي؛ داسې حکومت يې کړی، چې په ماضي کې يې ساری نه لیدل کېږي، خو اپوزيسيون ګوندونه بیا ددې برعکس څرګندوې کوي؛ اوسني حکومت يو داسې ښه کار نه دی کړی، چې خپله حکومت يې ولس ته مثال ورکړي.

د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزيسيون مشر مولانا عبدالوسع د حکومت د دوه نیم کلنې دورې په هکله مشال راډيو ته وویل، حکومتي ګوندونه که په صوبه کې د امنيت د ښه کېدو ادعا کوي، نو هغه يواځې په بلوچستان کې نه، بلکې په ټول پاکستان کې ښه شوی دی.

؛ د موجوده حکومت دوه نیم کاله کارکردګي که مخ ته کښېږدې، نو یو داسې کار زموږ په نظر نه راځي، چې سړی ووایي، دا یو لویه کارنامه ده. که څه هم په بلوچستان کې لږ ارامي راغلې ده، نو هغه يواځې دلته نه ده، بلکې په ټول ملک کې راغلې ده. او هغه د صوبايي حکومتونو کار نه دی، هغه د مرکزي ادارو او پوځ کارکردګي ده، چې د عملياتو، ضرب عضب او د ترهګرۍ پر ضد د قامي کړنلارې تر راتګ وروسته راغلې، نو که په بلوچستان امنيت ښه شوی دی، هغه په ټول ملک کې ښه شوی دی؛.

د مولانا واسع په څېر د اپوزیسيون د يوه بل ګوند عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اصغرخان اڅکزی هم ورته ادعا کوي. او وايي؛ په بلوچستان کې تر ټولو لویه ستونزه د بلوڅو او پښتنو تر منځ د کرکې يا نفرتونو ختمول وو، چې روان حکومت يې د ختمېدو لپاره هيڅ کړي نه دي؛.

؛ دلته خو حل طلب مسله د دې صوبې د خلکو تر منځ د همېشه لپاره د نفرت یا د جنګ جګړې ختمول وو. دلته خو د خلکو تر منځ نفرتونو دومره زیات شوي، چې د يوه بيلټ خلک هغه بیلټ ته نشي ورتلای او د بل بیلټ وال، بل بیلټ ته... نو زه دا پوښتنه کول، چې دوي د دې کرکې خمتولو لپاره څه کړي دي؟؛.

د اصغر اڅکزي په خبره که حکومت وايي؛ چې امنيت يې ښه کړی، نو يواځې د کوټې امنيت ښه کول د ټولې صوبې امنيت نه دی، بلکې د پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو امنيت ته هم باید پام وکړي، چې د ده په خبره د تېر حکومت په پرتله پکې زیاته ناارامي راغلې.

خو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی نصرالله زیری وايي چې د دوی اېتلافي حکومت د پخوانیو هغو په پرتله هېڅ سارۍ نه لري.

؛ ګوره دا نن چې دوي دا خبرې کوي، زه یواځې دومره وایم، چې مولانا واسع د پي اينډ ډي لس کاله وزیر وو، ولې يې د چمن او کوټې لویه لاره جوړه نه کړه؟ ددوي ترجيح دا نه وه. ددوي ترجيح تعليم او صحت نه وو، دوي د پښتنو پرمختګ نه غواړي او اوس هم د پښتنو په پرمختګ کې تر ټولو لوی خنډ دی. همدوي زموږ ټولنه شا ته بیول غواړي. نن وګوره په پښين کې کيډټ کالج نشته؟ ایا په تربت کې پوهنتون سم دم روان نه دی؟ نن په لورالايي پوهنتون دی او داسې نورو تعليمي ادارو کار پېل کړی دی؛.

د نصرالله زیري په خبره په تېر حکومت کې چې د ترهګرۍ تر پېښو وروسته به حکومتي غړي یا وزیران په کوټه کې موندېدل نه، اوس که هره پېښه وشي، د ده په خبره تر ټولو مخکې ورته اعلی وزیر حاضر وي. زیری د اپوزيسيون د غړيو دا ټولې ادعاوې ناسمې بولي او زیاتوي، د دوی د اوسني حکومت په ماضي کې هېڅ ساری نه ترسترګو کېږي.

حکومتي او د اپوزیسيون ګوندونه يوې خوا ته، بلې خوا ته مو د روان حکومت د دوه نیم کلنې دورې په هکله په کوټه کې له مېشت خبریال او د روانو چارو له څېړونکي سیدعلي شاه څخه وپوښتل ؛ علي شاه وايي؛ د اوسني حکومت ګورننس يا ادارې د تېر حکومت په پرتله برابرې شوې، خو په خبره يې کرپشن يا اداري فساد د پخوا غوندې روان دی.

؛ د امنيت وضع د تېر حکومت په مقابله کې په دې حکومت کې ښه شوې ده. البته دا درته ویلی شم، چې اوس هم موږ زیات خوشبینه نه یو. چيلنجز ډېر زیات دي. اوس هم کرپشن يا اداري فساد شته. او له تعليم ماسوا په نورو ټولو څانګو کې د چپړاسي له نوکرۍ نیولې بیا تر څوارلس پنځلس ګرېډه نوکرۍ پورې خرڅېږي او په پيسو پلورل کېږي. دغسې د روغتونو حالت ډېر خراب دی، چېري چې روغتون وي، هلته ډاکتر نه وي او چېري چې بیا ډاکټر وي هلته روغتون نشته. او ورسره دلته چې سکولونو يا ښوونځیو کوم حالت دی، هغه هم ډېر خراب دی؛.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان په روان حکومت کې درې لوی اتحادیان پاکستان مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نيشنل ګوندونه دي، چې د حکومت واک تر لاسه کولو سمدستي وروسته يې په دغه صوبه کې د تعليم او صحت ستونزو او د کرپشن ختمولو ته لومړيتوب ورکړی، چې اوس يې حکومتي ګوندونه دا درې واړه ستونزې ختمې یادوي، خو اپوزیسيون وايي؛ درېواړه ستونزې د پخوا په څېر دي.

XS
SM
MD
LG