د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د ښاروالۍ ټاکنې


په اسلام اباد کې د ښاروالۍ ټاکنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

په اسلام اباد کې د ښاروالۍ ټاکنې

د پاکستان سرښار اسلام اباد کې په لومړي ځل د ښارولۍ استازي ټاکلو لپاره رایې اچول کېږي.

د پاکستان ټولټاکنو کمیشن د رسنیو چارواکي خورشید عالم مشال ریډیو ته وویل چې د اسلام اباد پنځوست (۵۰) یونین کونسلو د شپږ نیم سوو (۶۵۰) چوکو لپاره دوه زره درې سوه شپږنوي (۲۳۹۶) امیدوارانو ترمینځ سیالي ده. په دغه ښارکې د راجستر ووټونو شمېره (۶۷۶۷۹۵ ) ده چې پکې د سړیانو شمېر ( ۳۹۹۸۹۹ ) او د ښځو شمېره (۳۰۹۸۹۶) ده.

د نوموړي په وینا چې په اسلام اباد کې یې شپږ سوه څلوېښت (۶۴۰) پولنګ سټېشنې جوړې کړې دي چې پکې دوه سوه یوشپیته (۲۶۱) د سړو لپاره او دوه سوه شپږ پنځوس (۲۵۶) د ښخو لپاره او یو سل درویشت (۱۲۳) مشترکه دي.

د خورشید عالم وینا وه چې دوه شپیته (۶۲) ودانو کې جوړې کړې شوې پولنګ اسټیشنې حساسې ګرځول شوې دي او د امنیت ساتنې لپاره له اووه سوه (۷۰۰) رینجرز اهلکارو سره سره د شپږو سوو (۶۰۰) نه زیات پوځي اهلکاران هم ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG