د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وخت د لوی پښتون غزل بول اکرام الله ګران په یاد


اکرام الله ګران
اکرام الله ګران

اکرام الله ګران له حمزه بابا او قلندر مومند نه پس د غزل بولو شاعرانو په منځ کې تر ټولو معتبر نوم دی

د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر اکرام الله ګران د دسمبر په یوولسمه نېټه له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی له نن نه درې اویا کاله پخوا د خیبر پښتونخوا د چارسدې په پړانګ سیمه کې پیدا شوی و. اکرام الله ګران له حمزه بابا او قلندر مومند نه پس د غزل بولو شاعرانو په منځ کې تر ټولو معتبر نوم دی. د اکرام الله ګران زما غزل په نوم د شاعرۍ یوه ټولګه خپره شوې، خو ډیره نوره شاعري او نثر یې ناچاپه ترشا پرېښودل. دا اونۍ مو د یارانو مشال خپرونه ارواښاد اکرام الله ګران ته ځانګړې کړې . په دې خپرونه کې د لر او بر پيژندل شویو لیکوالو د اکرام الله ګران سره خپله مینه ښکاره کړه. دا خپرونه چې کوربه یې نجیب عامر و ، لاندې په فلش پلیر کې اوریدلای شئ:

د ګران په یاد
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:50 0:00

XS
SM
MD
LG