د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان انځورګر عبدالرب حبيبیار انځورګري

افغان انځور عبدالرب حيبيب يار وايي غواړي د انځورګرۍ له لارې نړۍ ته د افغانستان ښه تصوير وړاندې او په اولس کې د راتلونکې لپاره هيلې زياتې کړي. نوموړی هم په کيمره تصويرونه اخلي او هم په برشونو او پنسلونو انځورونه جوړوي.

افغان انځور عبدالرب حيبيب يار ​په دي وروستيوو کې له جلال اباده اسټريا يا اطريش ته په يو دري مياشتني پروګرام ورغلی دی. نوموړی وايي غواړي د خپلې فوټوګرافۍ يا تصوير اخيستو او انځورګرۍ له لارې په خلکو کې د افغانستان په اړه د مثبتو خبرو او بحثونو زياتولو لپاره کار وکړي.
هغه زياتوي: ((زما کوشش دا دی چې د افغانستان د خلکو هغه انځورونه نړيوالو ته وښيم چې مثبت فکر راپاروي. طبيعي ده چې مثبت انځورونه په خلکو مثبت اغېز کوي. هر کس چې يو ښه تصوير يا ښه شی وګوري نو په ذهن يې ښه تاثير پريږدي. هر هندمند کوشش کوي چې کار يې د خلکو په مخ د خفګان پر ځای موسکا راولي نو زه هم همدا غواړم.))
حبيب يار وايي چې غواړي په افغانانو کې د سولې او پرمختګ په اړه هيلې وټوکوي. نوموړي د مشال ريډيو د سولې پر لور خپرونې سره خپل کار شريک کړی دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG