د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورسک سړک ښوونځي، ژوبل ماشومان په روغتون کې


د ورسک سړک ښوونځي، ژوبل ماشومان په روغتون کې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

ناڅرګندو وسله والو نن غرمه په پېښور کې پر یو ښوونځي برید کړی چې د راډیو پاکستان په وینا په دې پېښه کې ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی ویاند غلام حسین غازي هم وايي چې په دې پېښه کې ۱۲۶ کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي د مرګ ژوبلې د زیاتیدو امکانات شته ځکه چې سکول کې لا هم سلګونه زده کوونکي او ددوی یو شمیر استاذان د وسله والو په ولکه کې دي. حکومتي چارواکي وايي په ځوابي برید کې درې وسله وال هم وژل شوي دي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې پېښه د درېوو ورځو د ماتم اعلان کړی دی. دپاکستان وزیر اعظم نواز شریف له پېښې وروسته په بیړني ډول دخیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته رسیدلی دی. نوموړي خبریالانو ته وویل : (( د افغانستان سره هم زموږ خبرې شوې چې د ترهګرۍ پرضد باید څنګه په شریکه ګامونه پورته کړو. د ترهګرو پرضد مبارزه به روانه وي، دا ډول پېښې موږ له خپله هوډه نشي غورځولی. )) د وزیر اعظم ترڅنګ د پاکستان صدر ممنون حسین هم په دې پېښه خپګان ښکاره کړی دی. د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مشال راډيو ته په ټليفونې خبرو کې ومنله چې برید د دوی ملګرو کړی دی.

XS
SM
MD
LG