د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د پټرولیمو بحران لا زیات شوی


په پاکستان کې د پټرولیمو بحران لا زیات شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

په پاکستان کې د سونګ توکیو «پیټرولیم« کړکېچ لا پسې پیچلی شوی دی، او له پنجاب صوبې وروسته اوس په خېبر پښتونخوا کې هم خلک د خپلو ګاړو لپاره تېل نشي ترلاسه کولی. پیټرولیم وفاقي وزیر شاهدخاقان عباسي د اتوار پر ورځ خبریالانوته ویلي ول :د نرخونو کمېدو په وجه د تېلو غوښتنه ډېره شوې ده او هیله ده چې څو په ورځو کې به دا ستونځه هواره شي. په اسلام اباد کې د مشال ریډیو خبریال خبر راکوي چې نن د ګل ورځ وزیراعظم نوازشریف د تېلو کړکېچ هوارولو لپاره یوه غونډه رابللې ده او په دغه اړه يې د پلټنو امر هم کړی دي. نوموړي د پیټرولیم سيکرېټري او مرستیال سیکرېټري په ګډون څلور چارواکي سمدستي له خپلو څوکیو لیرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG