“د مجبورۍ له کبله د وسلو روزنه ترلاسه کوو”
د خېبر پښتو نخوا مرکز پېښور کې د سېشنبې پر ورځ د فرنټیېر کالج ښځینه استادانو ته د وسلو کاروالو روزنیز پروګرام پیل شوی دی چې پکې هغوی ته د تمانچې او کلاشنکوف چلولو روزنه ورکول کېږي. دغه استادانو مشال راډیو ته وویل چې په لومړي ځل ورته داسې روزنه ورکول کېږي چې په اوسنیو حالاتو کې یې د مجبورۍ له کبله ترلاسه کوي. نور تفصیل د غلام غوث په دې ویډیويي راپور کې.