د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالاشیان د پاکستان سېنېټ کې استازیتوب غواړي


کالاشیان د پاکستان سېنېټ کې استازیتوب غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

د کالاشیانو ټولنې غړو د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې دوی ته دې په سېنېټ کې استازیتوب ورکړي. دا غوښتنه د کالاش لږکیو استازو تېره ورځ د پېښور خبریالانو په مرکز کې د خبري غونډې پر مهال وکړه. له دې کسانو سره د چترال اوسېدونکي هم ول او هغوی هم د دوی د غوښتنې ملاتړ وکړ. د کالاش سیمې اوسېدونکو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دوی ته د نمایندګۍ ورکولو ژمنه کړې وه، نو د دوی د ټولنې یوه کس ته دې د لږکیو لپاره د سېنېټ یوه څوکۍ ورکړي. د تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا اتحادي حکومت د دوی د غوښتنې په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG