د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فرخندې قاتلان دې ژر تر ژره محاکمه شي"


"د فرخندې قاتلان دې ژر تر ژره محاکمه شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

د ملي پیوستون ګوند سلګونو غړو نن (سېشنبه) د یوې مظاهرې په ترڅ کې په کابل کې د فرخندي وژل وغندل او په دغه قضیه کې یې د ښکیلو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه. مظاهره کوونکو په وحشیانه ډول د فرخندي وژل د ملي وحدت حکومت پر لمن یو تور داغ وباله او حکومت یې په دې برخه په بې تفاوتي تورن کړ. فرخنده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو یوې ډلې په دې تورچې قرانکریم یې سوځولی دی، په وهلو ډبولو ووژله او بیا یې د دې مړې ته اور ورته کړ. د کورنیوچارو وزیر نورالحق علومي وايي، څیړنې یې ښيي، چې فرخنده بې ګناه وه.

XS
SM
MD
LG