د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټوله خېبر پښتونخوا کې پر پلاسټیکي کڅوړو بندیز


په ټوله خېبر پښتونخوا کې پر پلاسټیکي کڅوړو بندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د پلاسټکي کڅوړو پر پلورلو بندیز لګولی دی. د صوبې اعلا وزير له کوره جاري شوي بیان کې راغلي چې پر پلاسټیکي کڅوړو بنديز به له دوه مياشتو پس عملي کېږي او دا دوه مياشتي وخت یې په کارخانو، ګودامونو او دکانونو کې د پرتو ګوتیو ختمولو لپاره ورکړي دي. وزير اعلي د پلاسټکي کڅوړو په ګوتو بنديز په نالیانو او لښتیو کې د اوبو نکاسې د نظام ښه کولو او د ګوتو په ماحولياتو باندې د بد اغيز په وجه لګولې دې، د پلاسټکي کڅوړو کاروباريان وايي، چې له بنديز سره به په زرګونو خلک بې روزګاره شي او بل داچې د یو متبادل نشتوالي له وجې به عام ولس هم له ستونځو سره مخامخ شي. کاروباریان دا هم وايي، چې بايد حکومت د بنديز پرځای د صفايي نظام ښه کولو ته پام وکړي او د پلاسټک ګوتیو لپاره پراسسنګ يونټې (بيا –کاروولو مرکزونه) جوړ کړي. شبیرجان ویډيو

XS
SM
MD
LG